تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۹ مه) د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې استازي ژیل برتران، د طالبانو د هغو مخالفانو، چې ځانونه د بشري حقونو فعالان معرفي کوي، نیوکې رد کړې.
ده له طالبانو سره د هیوادونو پر تعامل نیوکې رد کړې او ویې ویل چې د افغانستان دننه د دې تعامل پر وړاندې جدي مخالفت نه شته. نوموړي وویل، له طالبانو سره د اړیکو په اړه ډېری انتقادکوونکي بهر مېشتې افغانان دي.
برتران خبرداری ورکړی چې له افغانستان سره د اړیکو پرېکول کولای شي درنې پایلې ولري.
دا په داسي حال کې ده چې یو شمېر بهرمېشتي افغانان، چې په خپله په خوندي هیوادونو کې اوسي او اکثره د سوسیال په نوم وړیا مرستې ترلاسه کوي، له نورو هیوادونو غواړي چې افغانستان ته هر راز بشري مرستې ودروي ځکه چې هلته طالبان واکمن دي.
برتران د سې شنبې په ورځ له «هشت صبح» سره، چې د طالبانو د واکمنۍ له کبله افغانستان سره د هر ډول مرستو مخالفه ده، په مرکه کې وویل:
«زه ډېر لږ داسې غږونه اورم چې وړاندیز کوي باید له افغانستان سره اړیکې په بشپړ ډول پرې شي، او له دغو غږونو هېڅ یو هم د هېواد له دننه نه دی. هر ځل چې نړۍ له افغانستانه مخ اړولی، دا هیواد له لویو او بدو پایلو سره مخامخ شوی دی.»
خو نوموړي ټینګار وکړ چې طالبان به تر هغو په انزوا کې پاتې شي، څو د نړیوالو شرطونه عملي نه کړي. هغه له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غوښتنو له مخې نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي.