تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۷ مه) یوناما د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په هرات کې د «جامو د مقرراتو د نه مراعتولو» په تور د ښځو د ګڼو نیونو او توقیفونو راپورونو ته اندېښمن دی.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې د تګ راتګ ازادي او د قانون پر وړاندې مساوات د ټولو خلکو اساسي حقونه دي.
یوناما ویلي: «ټول خلک د ګرځېدو راګرځېدو حق لري او ښځې او نارینه دواړه د قانون پر وړاندې د برابرۍ مستحق دي.»
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې ځايي سرچینو راپور ورکړی و چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو په هرات ښار کې لږ تر لږه ۲۱ ښځې او نجونې د حجاب د اصولو د نه مراعتولو په تور نیولې دي.
د سرچینو په وینا، دا ښځې د ښار له بېلابېلو سیمو، لکه جنوبي سړک، الماس مارکېټ او قصر سیمې څخه نیول شوې دي. ویل کېږي چې د نیول شویو کسانو په ډله کې د هرات سیمهییز روغتون یوه نرسه هم شامله ده.
راپورونه ښيي چې دغه نیونې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له هغه لارښود وروسته شوې چې پکې له نارینهوو غوښتل شوي وو څو ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی د کورنۍ ښځې د طالبانو له لوري ټاکل شوي د حجاب اصول مراعتوي.
د یاد لارښود له مخې، هغه ښځې چې له چادرنمازه پرته، چې په هرات کې دود حجاب دی، لوڅ مخ، تنګې جامې یا سینګار سره په عامه ځایونو کې ولیدل شي، د نیول کېدو او د ښځو توقیفځایونو ته د لېږد له خطر سره مخامخ کېدای شي.
طالبانو تر اوسه د دغو راپورونو او د یوناما د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
طالبان، چې د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته رسېدلي، هر څه موده وروسته یو نوی جنجالي اقدام کوي او په دې توګه د رسنیو او نړیوالو غبرګونونه پاروي.