تاند (یکشنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۷مه) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا (دوشنبه، د غبرګولي ۱۸مه / د جون ۸مه) د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي.
یوناما نن په خپل اېکس پاڼه دغه خبر لیکلی او زیاته کړې ده چې، دغه غونډه به د کابل پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو پیل شي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي سرپرسته، جورجټ ګانیون، به په دې غونډه کې د امنیت شورا غړو ته د افغانستان د وروستیو سیاسي، امنیتي، بشري او بشري حقونو اړوندو پرمختګونو او حالاتو په اړه راپور وړاندې کړي.
ټاکل شوې ده چې له علني غونډې وروسته، د امنیت شورا غړي په یوه غیرعلني مشورتي ناسته کې هم د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې اترې وکړي.
دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې، هم مهال په افغانستان کې دبشري وضعیت په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي او د وروستیو راپورونو له مخې افغانستان کې ورځ نه بلې ته د بېوزلۍ کچه په لوړېدو ده.