Homeخبرونهټېسټ لوبه؛ هند ۵۶۴ منډې وکړې، افغان لوبډله توپوهنه کوي

ټېسټ لوبه؛ هند ۵۶۴ منډې وکړې، افغان لوبډله توپوهنه کوي

تاند (یکشنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۷مه) د افغانستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې ټېسټ لوبې پرمهال هندۍ لوبډلې په خپل لومړي وار توپوهنه کې ۵۶۴ منډې وکړې او ۸ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

هندۍ لوبډلې توپوهنه افغان لوبډلې ته ورکړه چې، دمګړۍ افغان لوبډله په توپوهنه بوخته ده.

دا ټېسټ لوبه پرون شنبه پيل شوه چې، هند په کې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

لومړي وار توپوهنه کې:

هند ۵۶۴ منډې وکړې او ۸ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل. هند لپاره په توپوهنه کې راهول ۱۰۰ منډې، شبمن ګیل ۱۲۶ منډې، ریشب پنټ ۸۱ او سدرشن هم ۸۱ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې بیا د افغان لوبډلې لپاره چټک توپ اچوونکي سلیم ساپي خورا په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د هندۍ لوبډلې پياوړې ۶ لوبغاړي یې اوټ کړل. حشمت شهیدي ۱ او شریفي هم ۱ هندی لوبغاړی اوټ کړل.

افغان لوبډله اوسمهال توپ وهنه کوي او تر دې دمه چې، د ورځې۳ بجې او ۵۳ دقیقې دي څلور لوبغاړي اوټ شوي او ۱۱۲ منډې دي.

عبدالمالک، صدیق اتل، رحمن الله ګربز او حشمت الله شاهدي اوټ شوي دي.

دا لوبه پنځه ورځنۍ ده چې، نن یې دوهمه ورځ ده چې دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...