Homeسپورتد افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له پاکستان سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له پاکستان سره لوبه کوي

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۷ مه) د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مالدیف په کوربتوب د څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ کېږي.

ټاکل شوې ده چې دا سیالي نن یکشنبه، د غبرګولي ۱۷مه، د کابل پر وخت د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو په مالدیف کې ترسره شي.

افغانستان د یادو سیالیو په خپلو تېرو دوو لوبو کې مالدیف ته ماتې ورکړې او له بنګله‌دېش سره مساوي شوی دی.

د فوټبال دا څلور اړخیزې نړیوالې لوبلړۍ د روانې میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شوي او تر لسمې نېټې به دوام وکړي. په دې سیالیو کې څلور ګډونوالې لوبډلې د اتلولۍ د ګټلو لپاره سیالي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب