تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۷ مه) اروپايي ټولنې خپل جګپوړي ډیپلومات
د افغانستان لپاره د نوي شارژدافیر په توګه معرفي کړی دی.
ټاکل شوې چې نوموړی د ورونیکا پوهار ځای ونیسي، چې د ۲۰۲۴ کال له سپټمبر راهیسې یې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د شارژدافېر په توګه دنده ترسره کوله.
دا ګومارنه د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مسوولې Kaja Kallas کایا کالاس له خوا د اعلان شویو تازه ډیپلوماتیکو بدلونونو برخه ده.
نیکولا بلومو دا مهال د اروپايي ټولنې د بهرني اقدام په خدمت کې د پانافریقايي چارو مشري پر غاړه لري. هغه تر دې وړاندې په رونډا کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
په ورته وخت کې، اروپايي ټولنې اعلان کړی چې ورونیکا پوهار په کامرون کې د دې ټولنې د نوې سفیرې لپاره نومول شوې ده.
اروپايي ټولنې ویلي چې دغه ګومارنې به د اړینو اداري پړاوونو له بشپړېدو وروسته وروستۍ شي.
که څه هم اروپايي ټولنه په کابل کې خپل ډیپلوماتیک حضور ساتي، خو د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی. سره له دې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته د بشري مرستو، اقتصادي وضعیت، کډوالۍ او بشري حقونو په برخو کې د دواړو لورو ترمنځ اړیکې او تماسونه دوام لري.
اروپايي ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو حقونه، په ځانګړي ډول د زدهکړو او په ټولنیز ژوند کې د ګډون حق، تضمین کړي.
په وروستیو کې اروپايي ټولنې د طالبانو له حکومت سره تماسونه له دې کبله زیات کړي چې یو شمېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستولی شي.