تاند (یکشنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۷مه) د افغانستان د فوټبال لوبډله د مالدیف څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو په لړ کې نن یکشنبه د پاکستان لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
افغان ملي لوبډلې تر دې وړاندې د کوربه مالدیف پر وړاندې بریا او له بنګله دېش سره یې لوبه مساوي کړې ده.
افغان لوبډله نن (یکشنبه، د غبرګولي ۱۷مه) د افغانستان په وخت د ماسپښین ۳:۳۰ بجو ترسره کېږي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، مالدیف، پاکستان او د بنګلهدېش د ۲۳ کلنو څخه کم عمره لوبډلې ګډون لري او د روان کال د غبرګولي له ۱۱مې تر ۲۰مې پورې د مالدیف په پلازمېنه مالي ښار کې له یو بل سره سیالي کوي.
باید وویل شي چې دغه سیالۍ په مالدیف کې د فوټبال د ۷۵مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې دي او موخه یې د راتلونکو سیالیو لپاره د سیمې د لوبډلو چمتووالی بلل شوی دی.