Homeخبرونهکوټه کې پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو برید؛ ۳۵ سلنه بدن...

کوټه کې پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو برید؛ ۳۵ سلنه بدن یې سوزېدلی

تاند (یکشنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۷مه) د تېرې جمعې په ورځ د بلوچستان د کوټې ښار په یوه دولتي روغتون کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید شوی چې، پر ټولنیزو رسنیو یې هم سخت غبرګونونه راپارولي.

د وروستیو مالوماتو له مخې د تېزابو له امله یې د د بدن او مخ شاوخوا ۳۵ سلنه برخه سوزېدلې ده.

د ځوانو ډاکټرانو ټولنې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د روغتون دننه د دندې پر مهال رامنځته شوې، چې له امله یې ډاکټره ماه نور ناصر سخت ټپي شوې او د درملنې لاندې ده.

یادې ټولنې مخکې ویلي وو چې، برید د جمعې په ورځ د غرمې له ۱۲:۰۰څخه تر ۱۲:۳۰ بجو شوی او بریدګر د روغتون یو کارکوونکی و چې د برقي زینې مسؤلیت یې درلود.

د راپورونو له مخې، بریدګر د ډاکټرې د خونې دروازه وټکوله او کله چې نوموړې دروازه پرانیسته، پر هغې یې تېزاب وشیندل.

له پېښې وروسته د روغتون ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو لاریونونه پيل کړي، د عادي روغتیايي خدماتو د بندېدو اعلان یې همکړی دی.

لاریون کې ګډونوالو ډاکترانو د روغتیا د سکرتر، د ملکي روغتون د مشر او د امنیتي مسول له دندې د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

بل لورته بیا پولیسو ویلي چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته یې د تورن د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړل.

د پولیسو په وینا، تورن همایون شاه د کوټې ښار د سریاب سیمې د کچي بېګ په سیمه کې د بسونو تم ځای ته نږدې وموندل شو.

دوی وایي: «کله چې ورته د تسلیمېدو امر وشو، هغه پر پولیسو ډزې وکړې چې په ځوابي ډزو کې سخت ټپي شو او وروسته یې ساه ورکړه.»

د رسنیو د راپورونو له مخې، پولیس وایي چې، د پېښې له ځایه یې یوه تومانچه، څلور مرمۍ هم ترلاسه کړي دي.

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي ویلي، حکومت به د ټپي شوې ډاکټرې د درملنې، بیارغونې او ټولو روغتیايي لګښتونو ذمه واري پر غاړه واخلي.

د پېښې انګېزه لا روښانه نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب