Homeخبرونهملګرو ملتونو هرات کې د حجاب نه مراعت په نوم د ښځو...

ملګرو ملتونو هرات کې د حجاب نه مراعت په نوم د ښځو پر نیونې اندېښنه ښودلې

تاند (یکشنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۷مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په هرات کې د طالبانو له لوري د حجاب نه رعایتولو په تور د یو شمېر ښځو پر نیولو او توقیف کولو اندېښنه ښودلې ده.

یوناما ویلي چې دا اقدام د بشري حقونو په برخه کې جدي اندېښنې راپیدا کوي.

سرچینې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د ښځو پر وړاندې له داسې اقداماتو ډډه وکړي.

یوناما په ټینګار سره ویلي چې ټول نارینه او ښځې د قانون پر وړاندې د مساوي حقونو او برابرۍ مستحق دي او باید د هغوی بنسټیزې ازادۍ تر پښو لاندې نه شي.

یوناما په داسې مهال دا غبرګون ښيي چې، طالبانو له تیرې ورځې راهیسې په هرات کې د حجاب په پلمه یو شمېر ښځې نیولې دي.

عیني شاهدان وايي، چې یادې ډلې په هرات ښار او انجیل ولسوالۍ کې یو شمېر ښځې نیولې او له ځان سره وړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب