Home+د افغانستان لنډ معاصر تاریخ کتاب له چاپه تازه راووتئ

د افغانستان لنډ معاصر تاریخ کتاب له چاپه تازه راووتئ

د کتاب په لومړۍ برخه کي د تاریخ پر علم، د تاریخ پر دورو، د تاریخ پر اهمیت او تاریخي تمدنونو بحث سوی دئ. په دوهمه برخه کي چي له هوتکیانو شروع او پر ط‌البانو ختمېږي، د افغان واکمنانو واک ته رسېدنه، د افغان واکمنانو لنډ ژوندلیکونه، د هغوی مهمي کړني او افغانانو ته ئې کوم میراثونو پریښي دي، په شاوخوا (۱۶) فصلونو کي لنډ خو واضیح بحث سوی دئ.

که غواړئ د افغانستان تاریخ له هوتکیانو تر تاالبانو ښه او لنډ مطالعه کړئ نو یاد کتاب تاسو ته ډېر څه په لږ وخت کي درکوي.

کتاب په کابل کي د سروش، اکسوس او جهان دانش،

په ننګرهار کي د مومند،

په هلمند کي د تاج منور،

او په کندهار کي د صداقت، مطالعې او نورو کتابپلورنځیو څخه ترلاسه کولای سئ!

1 COMMENT

  1. مبارک دي وي. د کتاب پر پښتۍ وینا د جورج سانتایانا ده چي سم شکل یې دا دی:

    څوک چي تاریخ نه لولي، د هغه د بیا تکرار سزا ویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...