تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۳۰ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر مرستیال احضار کړ او په باجوړ کې د فبرورۍ د شپاړسمې نېټې د برید په تړاو یې د افغان طالبانو رژیم ته سخت احتجاج وسپاره. په دغه برید کې، چې ټي ټي پي یې مسوولیت په غاړه واخیست ۱۱ پاکستاني سرتېري ووژل شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستان د ټي ټي پي له لوري د موټر بمي ځانمرګي برید او ورپسې د ډزو هغه یرغل په کلکو ټکو غندي چې په باجوړ کې د پاکستان د پوځ او د قانون د پلي کوونکو ادارو پر پوستې ترسره شو.
په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د ټي ټي پي ټول مشران په افغانستان کې مېشت دي او دا ډله له افغان خاورې څخه په بېسارې ازادۍ فعالیت کوي.
په بیان کې بیا ټینګار شوی چې پاکستان پرلهپسې د افغان طالبانو له لوري ډاډونه تر لاسه کړي، خو تر اوسه کوم ښکاره او عملي اقدام نه دی شوی.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي: «د افغان طالبانو رژیم ته ویل شوي چې باید د هغو ټولو ترهګرو ډلو او د هغو د مشرانو پر ضد سمدستي، عملي او د تایید وړ ګامونه واخلي چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.»
د افغانستان د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان دا ادعا چې ګنې د ټي ټي پي غړي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي، رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان باید خپلې ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.