تاند ( شنبه د کب – حوت ۲مه ) د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د کرکټ ملي لوبډلې او الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د سریلانکا پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ ته تمرینات پيل کړل.
په دغه لوبلړۍ کې شل اوریزې او پنځوس اوریزې لوبې شاملې دي.
کرکټ بورډ یو ساعت وړاندې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې، د تمریناتو کمپ د فبروري په ۶مه نېټه په خوست کې د رحمتولي مسرور کرکټ لوبغالي او اکاډمۍ کې پیل او تر فبروري ۲۶مې نېټې پورې به دوام وکړي.
کرېکټ بوډ زیاته کړې، په دې کمپ کې د ملي لوبډلې ۱۸ لوبغاړي ګډون لري او تمرینونه د لوبډلې د بشپړ چمتووالي لپاره په منظمه توګه روان دي.
افغان کرکټ بورډ همدارنګه ویلي چې، د مارچ میاشتې په دویمه لسیزه کې به په متحده عربي اماراتو کې د سریلانکا کوربهتوب لاندې رسمي لوبلړۍ ترسره شي.
د لوبو رسمي نېټط او لوبغالي لا تر اوسه نه دي اعلان شوي.
به سوال کننده ( حر )
در همین متن و پاراګراف آخر به تفصیل ګفته شده است که نماز تراویح موجود بوده و پیغمبر ص بر آن عمل کرده ، اما نام آن تراویح یا نفل و یا سنت نه ګفته :
یو شمېر خلک دا خبره کوي چې تراویح نفلي لمونځ دی سنت نه دی، اما دا خبره هسې د شخړې لپاره کېږي، کوم کار چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت وي، همدې ته فقهاء سنت وايي، دا لازمي نه ده چې د سنت لفظ په قران یا حدیث ورته ثابت دی که نه؟ هسې خو موږ عربي کې لمانځه ته صلات وايي، بیا د دې لپاره څه دلیل شته چې موږ يې لمونځ بولو؟ اصطلاحاتو کې ستونزه نه شته، نه اصطلاح را منځته کول په دین کې بدعت بلل کېږي، دا یوازې یو نوم دی، خلک یو شی په پېژني، نه دا چې د دې نوم په یادولو ثواب ور کول کېږي یا هم تقدس لري، نوم په خپل ذات کې تقدس نه لري، دا چې کوم شي ته کارېږي، د هغه له امله يې تقدس اخیستی دی. نو پر دې لفظ شخړه کول چې تراویح سنت دي که نوافل، بې ځایه او بې معنا خبرې دي. نوافل ټول هغه لمنځونه دي چې له فرضي لمنځونو ماورا دي؛ ځکه نفل زائد ته وايي، دغه لمونځ هم پر فرضو اضافه دی، له دې امله نفل بلل کېږي، دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی دی، فقهاء د همدې کار لپاره د سنت اصطلاح کاروي، نو تراویح هم سنت دي او هم نفل. دا دوه الفاظ نه سره ټکر دی او نه یو له بل سره شخړه کوي، دا هيڅ ستونزه نه لري چې یو شی دې هم سنت وبلل شي او هم نفل. بل دا چې مهم د یوه شي حقیقت دی، نوم او الفاظ ورته کارول مهم نه دي، نفل يې څوک بولي که تطوع، که سنت، دا هر لفظ د دې لمانځه حقیقت نه شي بدلولای، تمرکز باید پر حقیقت وشي نه پر نوم یا اصطلاح او سطحي خبرو!!!