Homeخبرونهامریکا د قطر او بحرین له اډو سلګونه امریکایي سرتېري ایستلي

امریکا د قطر او بحرین له اډو سلګونه امریکایي سرتېري ایستلي

تاند ( شنبه د کب – حوت ۲مه ) نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي چې، واشنګټن په سیمه کې له خپلو ځینو اډو خپل سلګونه سرتېري ایستلي دي.

د نیویارک ټایمز راپور کې راغلي چې، پنټاګون دغه سرتېري د قطر د العدید هوايي اډې او بحرین له اډو څخه ایستلي دي.

سرچینې لیکلي چې، دغه اقدام د ایران د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو په وړاندې د دفاعي اقداماتو د یوې برخې په توګه اخیستل شوی دی.

دغه راز رویټرز د دوو امریکایي چارواکو په حواله ویلي چې، د ایران په اړه د امریکا پوځي پلان یوې پرمختللې مرحلې ته رسېدلی دی.

د دوی په وینا، هغه انتخابونه چې په پام کې نیول شوي دي په برید کې د ځانګړو اشخاصو په نښه کول او حتی په تهران کې د رژیم بدلون تعقیبول شامل دي خو زیاتوي چې، که چیرې د متحده ایالاتو ولسمشر امر وکړي.

رویټرز مخکې راپور ورکړی و چې د متحده ایالاتو پوځ د ایران اسلامي جمهوریت په وړاندې د دوامداره، څو اونیو عملیاتو ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي.

د ایران او امریکا ترمنځ دوامداره کړکیچ ته په اشارې سره، جرمني او فرانسې له خپلو ټولو اتباعو څخه غوښتي چې سملاسي له ایران څخه ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...