Homeخبرونهشل اوره نړیوال جام؛ دویم پړاو نن د نیوزیلانډ او پاکستان په...

شل اوره نړیوال جام؛ دویم پړاو نن د نیوزیلانډ او پاکستان په لوبه پیلېږي

تاند ( شنبه د کب – حوت ۲مه ) د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام د ۸ غوره لوبډلو پړاو نن شنبه پيلېږي.

د دغې پړاو په لومړۍ لوبه کې نن ماښام نيوزيلانډ او پاکستان سره مخامخ کېږي.

د مالوماتو له مخې د نیوزیلانډ او پاکستان ترمنځ تر دې مهاله ۴۹ شل اوریزې لوبې شوي چې ۲۴ یې پاکستان او ۲۳ یې نیوزیلانډ ګټلې دي.

دغه لوبه د ماښام ۶ بجې پيلېږي.

د دې جام ۸ غوره پړاو ته هند، پاکستان، سریلانکا، نیوزیلانډ، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، انګلستان او زمبابوې لوبډلو لار موندلې ده.

د یادونې وړ ده چې، افغان لوبډله په سږني نړیوال جام، په ګروپي پړاو کې لومړنۍ دوه لوبې د سویلي افریقا او نیوزیلانډ پر وړاندې وبایللې او دوه نورې یې د کاناډا او متحده عربي اماتو پر وړاندې وګټلې خو بریالۍ نشوه چې د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لا ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...