زه دا وخت د یوه خواږه انسان خبره کوم، هغه انسان، چې له هره پلوه خوږ و، په مینه کې، په ملګرتیا کې، په مړي ژوندي کې، په دنده او وظیفه کې…
هغه انسان به ممکن په ځینو ګران نه و، خو په ما ګران و، دا ریشتیا ده، چې هغه ښه و، له بدیو یې نېکۍ ډېرې وې…
دا محمد زمان مومند نومېده، د افغانستان د ننګرهار د کامې اوسېدونکی…هغه سیمه چې زه یې هم اصلي استوګن یم…
هغه ما ډېر ښه پېژانده… هغه په رشتیا چې خوږ سړی و…
د هغه خوږلني رښتینواله وه، رښتیني ملګري ډېر لږ پیدا کیږي، چرته یو نیم، خو هغه ډېر رښتینې انسان و.. په هر څه کې، په اجتماعي ژوند کې، په ملګرتیا کې…په مړي ژوندي کې، په منډو ترړو کې… هغه په ما ځکه ګران و، چې ډېر اخلاصمن و، هغه ما ته مخلص و، کېدی شي، چې زه به هم هغه ته مخلص وم… هغه په ما ګران ، او زه په هغه… په کلي ولس
کې خوشبین او بدبین دواړه وي، هغه به ممکن یو نیم بدبین هم لاره، که وګورو زیات خلک دغسې دواړه ډله خلک په شاوخوا کې لري… خو حقیقت دادی، چې هغه ښه کس و…
هغه زما هره شېبه یادیږي، هغه زما، نه هېریږي، ځکه چې د هغه زړه د مینه وړو ملګرو لپاره له مینې او هیلو ډک و…هغه یو ډېر زړور انسان و، اصلا د هغه زړورتیا، دی په ما ډېر ګران کړی و.
هغه ما له ماشوموالي پېژانده، یعنې هغه وخت چې زه درې یا څلور کلن وم..
دا ځکه چې هغوی په کلي کې زمونږ ګاونډيان وو… مور به مې ویل هغه له تا نه یو کال مشر دی، هغه به ویل زه په ۱۹۷۴م= ۱۳۵۳ل زوکړی یم. په هغه، د هغه پلار عبدالرحمان کاکا، محمد زمان نوم ايښی و، خدای خبر، چې دا به یې د پلار په ذهن کې د شاه زمان سدوزي خاطره ناسته وه، چې لاهور ته یې د تیمورشاه له مړینې وروسته لښکرې چمتو کړې وې، او برېټس ایسټ اینډیا کمپنۍ یې د رنجیت په استخدام مخنیوی کاوه؛ که به کوم بل دلیل و، خو هغه رښتیا د زمان سړی و…
هغه به ما سره په وړکوالي کې زمونږ په زرغونو کروندو کې لوبې کولې… بیخي خوږې لوبې… وړوکتوب رښتیا هم ډېر خوږ وي، په ما د وړوکوالي هغه جذبه اوس هم طاري او جاري ده…
بیا مونږ په بدو ورځو اخته شو… په ۱۳۵۹م کال زمونږ د دواړو کورنۍ د افغانستان له وجوده بېلې او پښتونخوا ته بېځایه شوې، د مومندو په یکه غونډ کې بیا یوځای شو، کال دوه به وو، بیا مونږ له هغوی نه بل ځای ګډه یوړه…، یو څه وخت وروسته بیا یو ځای شو… دا یو لوی داستان دی… .
په ۱۹۹۴ م کې زما کورنۍ چې زه به دا وخت ۱۹ کلن وم.. بېرته په خپل پلرني کور کلي کې مېشت شوه…، څه غړي مو کوز پاتې شول، ډېر خوند یې کاوه، هلته چې زه زیږېدلی وم، هلته چې ما خاپوړې کړې وې، هلته چې ما له محمد زمان سره لوبې کولې… مونږ چې راغلو، دوی له مونږ نه مخکې راغلي وو.
زه به بیا هم وخت نا وخت پېښور ته تلم راتلم.. هغه به هم کله ته، کله به لا یوځای تلو.. ضرورتونه وو، مجبوریتونه وو.. خپلوان، ملګري، د کورنۍ غړي مو هلته وو… بل ما هلته یوه وړه غوندې وظیفه هم پیدا کړې وه. دا هرڅه تېر شول… بیا نړۍ وال په کوم نامه افغانستان ته راغلل، جمهوریت ټينګ شو… د یوه حکومت د جوړېدو هیلې پیدا شوی، زمان مومند هم په وطن کې و، مونږ به ډېره ښه راشه درشه کوله….
هغه به ما کله کله لیده، کله لږ، کله ډېر…
ریشتیا، چې خبره مې هېره نه شي، هغه وخت چې په ۱۹۹۲م کال اپرېل کې د نجیب الله رژیم وپرځول شو، هغه دوه کاله وروسته کابل ته لاړ، هغه د پېښور د کډوالو په ښوونځيو کې دولسم ټولګی لوستی و، هغه له حربي زده کړو سره مینه لرله، د افغانستان په حربي پوهنتون کې شامل شو… هلته کورنۍ جګړې روانې وې، د رباني، د ګولبدین، د مزاري، د سیاف، د دوستم، او د نورو… خو هغه د دې پروا نه لرله، یا یې نه کوله… هغه په همغه جګړه کې هم د کابل په حربي پوهنتون کې زده کړې پیل کړې، هغه ډېر زړور و، زده کړې یې څه ګډې وډې روانې وې، خو هغه د سم سمکي هیله لرله… ځکه خو په کې خوشاله وو.. هغه به لکه د ډېرو نورو غوندې د سمون او رغون تمه لرله، د هغه په زړه کې د یو پیاوړي اوردو او د عظمت خاوند افغانستان ارمان په څپو و، کله کله به مې له پېښوره یو نیم د پښتو شاعرۍ کتاب ورلېږه، د ملګرو په لاس به یې لیکلی خط رالېږه، چې کتاب دې راورسېد، او حظ او فیض مې ترې واخیست… داسې خبرې به یې راته په خط کې لیکلې، زه به ورته خوشاله وم… د هغه کورنۍ ډېر عمر په افغان ملت ګوند کې سیاسي مبارزه کړې وه، پر ده هم د خپلو مشرانو سیوری شوی و، سیاسي فعالیت یې نه کاوه، خو یوې نیمې غونډې ته به یې د اورېدونکي په توګه ځان رسوه، د هغه د افغان ملت ګوند منشور خوښ و… زمان مومند ددې ډېر سخت ارماني وو، چې پېښور او کوټه تر مارګلې او ګوادره بېرته د افغانستان برخه شي، دا خبرې به ده هرکله کولې دا یې لوی ارمان و…
زما کورنۍ نیمه په وطن او نیمه په پېښور کې وه، زه د ننګرهار پوهنتون محصل وم، کله په ننګرهار، کله په پېښور… اه، څومره بدمرغه یو مونږ… څومره بدمرغه لاپاتې یو…
دا چاره روانه وه… هغه د تالېبانو په اوله دوره کې چې دده د زده کړو وروستی کال و، په جګړو کې له حربي پوهنتون فارغ شو.. دیپلوم یې واخیست.. ماته یې وښود… ما ورته یوه ترخه غوندې موسکا کې مبارکي ورکړه، زما دده پوځي زده کړې نه وې خوښې… خبره ختمه شوه… هغه تر دیپلوم وروسته کورناستی شو، هغه ونه غوښتل په کورنۍ جګړه کې برخه واخلي، هغه په کلي کې په پټي کې په کار بوخت شو… دا وخت زما یوه پښه په پېښور وه، بله د ننګرهار په کامه او جلال اباد، زیاتره وخت به دی له ما سره و، یا زه له ده سره…یو نیم وخت به د ننګرهار په خوږیاڼيو کې، په پچیرو اګام کې، په چپرهار کې، په ښېوه کې، په ګوشته کې، په سره رود کې له بختاني صیب دوی کره… پژواک صیب مړ شوی و، ده هغه قبر ته به مې د دوعا لپاره دی هر کله مخکې کړی و… د شینوارو تختو ناو ته… د پېښې ځنګلیزو غرونو ته.. د دوربابا زیارت ته، د ملا مست بابا قبر ته… د ګوشتې د ګلاب ننګرهاري مرحوم دوی کلي ته… د کونړ د ناوه پاس بر سر ته، د پښتنو د عظمت او برم و پرتم کیسې به مو کولې، مونږ دواړه اینده ته ډېر خوشبین وو… یو نیم ملګری به بل هم راسره وو… نېشه ګام، ناړۍ، بریکوټ، کامدېش… د نورستان واما… د نورستانیانو د نیکونو د … ډندونه.. وغیره…
زمان مومند به داسې پټ پټ له سیتار سره منګی هم واهه، سندرې به یې هم ویلې، خو یو څه وخت په وطن کې په موسیقۍ بندیز و، بیا به هم ده پټ غږاوه، زه به یې ورغوښتم، کله به له ډاره نه ورتلم، خو ده د ډار پروا نه لرله. په جمهوري دوره کې بیا ده په وزګار وخت او رخصتیو کې وخت ناوخت په ډاډه زړه موسیقي کوله، خو دا به یې صرف د خپلو څو تنو ملګرو په مخکې کوله، هرچا ته یې ځانه نه ښوده.
اجمل اند… عبدالله څار .. امین الله دریځ…عبدالغفور لېوال.. سیداختیار سباوون… اجمل بهیر، فرهاد خلیلزی… میرویس … وغیره، نومونه ډېر دي، خو لیکل یې اوږدیږي… دوی ته به ورتلو، یا به هغوی راتلل….
دا قیصې همداسې روانې وې،، چې حاکم رژیم سقوط شو، بس مونږ خو د سقوط خلک یو نو… پنځه کاله.. لس کاله… شل کاله پس باید مونږ هرکله سقوط شو… او کیسه له سره شورو کړو….
نوی رژیم راغی، کرزی باچا شو… جناب زمان مومند د حربي پوهنتون اخیستی دیپلوم په ډېرو ستونزو ارزیابي کړ او د افغانستان په ملي پوځ کې د صیب منصب په توګه ومنل شو… خو نظر دده فکر او ارمان ته، ډېر وړوکی منصب یې ورکړ… هسې یې په کوم ځای کې د عسکر په توګه نصب کړ… بیا ده خپل همت وکړ.. په ۲۰۰۴ م کال چېرته د کاپیسا په تګاو کې د کومې پوستې مسوول شو، هلته چې امنیتي خطرونه ډېر وو…دی بیا هم خوشاله و، کله کله به کلي ته راته.. د هغه له پوځ او اوردو سره ډېره مینه وه، وسلې یې هم خوښې وې، په کاله کې به یې حتمن یوه نیمه وسله ساتله. زه هغه وخت تازه په درونټه کې معلم شوی وم… یوه نیمه کیسه به یې راته کوله، ما د ده د پوځي او نظامي کیسو سره چندانې مینه نه لرله.. هسې سر به مې ورته خوځاوه… خو هغه به خپلې کیسې ډېرې په خوند او ټوکو بیانولې؛ بیا به ممکن ده هلته خپلې وړتیاوې ښودلې وې، دی یې په کابل کې د کومې پوستې مسوول مقرر کړی و، دده پاړسي سمه نه وه یاده، هلته یې څو میاشتې وظیفه وکړه، بیا یې دی هېلمند و غزني ته ولېږه، که ها خوا یې کوم بل ځای ته ولېږه؟… هلته یې یو یا یونیم کال وظیفه وکړه، خو هغوی به ممکن پېژندلی و، چې دی ګنې د افغانستان په مشرقي سیمو کې موثر دی، په ۲۰۰۷ کال یې دی په کونړ کې کوم پوځي تشکیل ته معرفي کړی و، هغه وخت ټول خلک په منډه وو، یا به زه په منډه وم، چندان ارتباط مو نه لاره.. کله په میاشت، کله په دوو کې به چې دی کاله ته راغی، د رخصتۍ په ورځو کې به یوځای شو، خو ما ته وروسته پته ولګېده، چې ده په هرځای کې خپل خدمت په ښه توګه ترسره کړی و…
په ۲۰۰۸ کې یې دی لغمان ته ولېږه، هلته یې د هغه سیمې دلګی مشر وټاکه، چې نورستان او لغمان سره بېلیږي، هلته دی د درې څلورو پوستو پوځي مسوول و. غرنۍ سیمې وې، نه لار وه، نه سړک سم و، بس جګړې تازه پیل شوې وې… دی هم حیران و، که دفاع کوي، باید پوره باوري وي، امکانات دې ولري او تر شاه دې یې ګنې باید قوت موجود وي، دده وینا وه، چې سم اکمالات ورته میسر نه وو، خو دې نهیلی نه و… بلکې په مینه یې دنده کوله…
بیا یې دی بېرته کونړ ته واستاوه، هلته یې په کوم کنډک یا لېوا کې توظیف کړ، دا وخت د ننګرهار و لغمان ترمنځ د ګمبیري په شریکه دښته کې د ۲۰۰۱ سیلاب قول اوردو په نوم نوی تشکیل جوړ شو، دی یې هم غړی شو؛ دی به دې قول اوردو ته ته راته… یو نیم وخت به یې ما ته هم په جلال اباد کې سر راښکاره کاوه… کله چې به کورته په رخصت ته، یا به بېرته وظیفې ته ستنېده….
دغه قول اوردو، بیا دی د لغمان په دولت شاه او شاوخوا نورو سیمو کې توظیف کړ…
هلته به ممکن یو کال دوه وو… بیا په ۲۰۱۰ م کال یې دی کونړ ته بیا واستاوه، البته چې ده د کونړ او ننګرهار د هغو سیمو په برخه کې یو څه تجربه لرله چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې وې، ځکه دی مومند و، مومند د ننګرهار په ګوشته، کامه، ښېوه، خاص کونړ، سرکاڼو او پورته خوا ته نورو سیمو کې ډېر دي، تر کرښې پورې غاړه په باجوړ، دیر، ګنداو او نورو سیمو کې هم زیاتره مومند دي، دی ورسره بلد و، ده ورسره مړی ژوندی پاله، ان له زلمینۍ ورته د ډيورنډ کرښې څېرمه سیمې معلومې وې، هلته چې د ډيورنډ په نامه د پښتنو د بېلتون لپاره انګلیسانو کومه کرښه ایستلې، هلته یې وروڼه اوتربوران سره وېشلي، په دغه تقسیم کې یو ورور د ایستلې کرښې یوې خواته او بل ورور بلې خواته پاتې شوی، عجیبه تقسیم دی، اودارامان خان هم دا ځای چندان نه و مطالعه کړی.. د تره زامن، ورېرونه، خوریونه، عزیزان، قومیان خو لا پرېږده…..
زمان مومند چې د قوماندان په نامه به خوشالېده، او له ټولو ملګرو به یې هیله لرله، چې ګنې ده ته دې قومندان وویل شي، ما به هم ورته دا وخت قومندان خطاب کاوه… تر دې وروسته نو زمان مومند نه زمان و، نه خان… – په وړوکتوب کې دده یو کورنی نوم خان و- بلکې دی قومندان و، دی په دې نوم ډېر خوشالېده، ما به هم فکر کاوه، چې د قومندان په ویلو نو زمونږ څه کمیږي، بس ما او ټولو به ده ته قوماندان وایه… البته دا نوم دده په پوځي ژوند کې د رسمي دود له مخې ده ته دده عسکرو وایه.
ده ته د کونړ له ناوه پاس نیولې، تر د ننګرهار لالپورې پورې د ډيورنډ په پرته کرښه د افغانستان د ملي اوردو له خوا په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اوردو په لارښوونه د ګزمې دنده وسپارل شوه، کله په یوه سیمه کې، کله په بله کې.. هلته نړۍ وال قوتونه هم ښکېل وو، په تېره چې هوايي ګزمې او ځواک د امریکا په مشرۍ ځواکونو په غاړه و، او د هغوی په مشوره ترسره کېده، خو د قوماندان زمان د وینا له مخې چې ده به صرف د افغانستان د هغه وخت د ملي اوردو اوپراتیفي قوماندانۍ ته خبر ورکاوه… چې یوه څانګه یې د ګمبیري دښتې په نو تاسیسه قول اوردو کې فعاله وه…
ده ته مخابراتي وسیلې، دوه درې سوه نظامي پرسونل، زغروالې موټرې وغیره هم ورکړل شوې وې، ده له هیلو سره سم خپله دنده ترسره کوله… کله کله به کاله ته د خپلې قوې سره راغی، زه به یې وروغوښتم، په برېتو کې به موسکی شو، او د حال په ژبه به یې ویل چې قومانداني خو مې ګورې….دا وخت دده رتبه جګړن وه.
********
لږه مخینه او بیا خبرې:
هغه وخت چې انګلیسانو هند ونیو او بیا یې افغانستان ته هم لاس راوغځاوه، تر مارګلې راواوښتل، بیا یې اټک ښکېل کړ، بیا یې اباسین تسخیر کړ، کشمیر، ګېلګت، پېښور، کوټه، بلوچستان، ګوادر، بولان، ږوب، ګلستان، خیبر، سوات، بونېر، ملاکنډ، باجوړ او مومند یې ونیول،(۱۸۴۹م). بیا دوی هلته وو، بیا چې په افغانستان کې تر جګړو وروسته امیر اودرامان خان (عبدالرحمان خان) پاچا شو، له هغه سره یې تګ و راتګ شورو کړ، هیاتونه وغیره… په هغه سند کې چې دوی وړاندی کړی، په هغو کې یې لیکلي چې د افغانستان په منځ کې یعنې د اوسنۍ پښتونخوا او اوسني افغانستان په منځ کې موجود غرونه چې سپینغر، د مومندو ترمنځ غر، د چترال ترمنځ غر چې په ځینو ځایونو کې لوړ او په ځينو ځایونو کې لږ سره ښکته دي، دا به د حاکمیت سیمه معلوموي، داسې چې په دغو غرونو باران کیږي، د باران اوبه چې لمر پرېواته خواته ورځي، هغه به د اودرامان د حاکمیت سیمه وي، او چې ښکته ځي، هلته به برتانوي تجارتي + پوځي کمپنۍ امنیت ټينګوي… دغسې یې په کې یو څو نورې خبرې هم لیکلې وې..
په مومندو کې ستونزه دا وه چې هلته د سپینغره په شان، یا د ناوه پاس او چترال او ارنوۍ د غرونو په شان لوړې څوکې موجودې نه وې، بلکې هسې وړې وړې خاورینې غونډۍ وې، په ډېرو سیمو کې اوبه اوسنۍ افغاني خاورې ته تللې، په ځينو کې بیا هیڅ خوا نه بهېدې، ځای په ځای پاتې کېدې … نو دوی دا سیمه همداسې ناحله پرېښوده، دوی ویل چې اودرامان خان باید په دوی پسې شله شي، چې دا سیمې دې د چا شي، اودرامان خان بېچاره خو یو د دربار په چارو بوخت و، بل یې پوهه دومره نه وه، چې په کار وه، بل سخت نهیلی و، چې دا څه ویني، څه ګوري او څه باید وکړي!؟…. نو یې انګلیسانو ته په دې باره کې هیڅ ونه ویل، نه یې ولیکل، هغه تړون یا خبرې هر څه چې وو، تېر شول… څو میاشتې یا کلونه ووتل… انګلیسان بیا هم په تراره وو، په ده پسې به نښتي وو….
ده ته یې بیا یو هیات ورولېږه، چې که ته غواړې، چې د باجوړ او یکه غونډ او سوات او دیرترمنځ یا ورڅېرمه سیمو کې چې غرونه نه شته او ګډوډې خاورینې غونډۍ دي، دا به سره معلومي کړو، هغه فکر وکړ، ( البته په دې برخه کې د هغه خپل لیکل هم شته او د هغه د درباریانو سوانح، سرګذشتونه او ریپورټونه هم شته) چې نیم وطن دې رانه ونیو، اوس دې لا دې ته مجبور کړی یم، چې د مومندو دا سپېرې دښتې چې نه په کې اوبه شته، نه دومره نفوس لري، نه کوم ټاکونکي نقش لري، ددې په باره کې مې په زخمونو ستنې ننباسې، هیت ته یې وویل، چې بیا به په دې برخه کې خبرې وکړو، تاسو اوس مونږ په کرار پرېږدئ، چې مونږ لږ سم شو، بیا به خبرې کوو…. انګلیسان نوقل میدان او نقل میدان وو، هغوی هم لاړل، بیا یې دا خبره یاده نه کړه، نه یې په کیسه کې شول، البته هغوی قصدا هم، همداسې غوښتل چې عبدالرحمان په جدیت دا سیمه وغواړي، نو باید ډيورنډ او یا تر ډيورڼډ ورها خوا کومه بله د پېښورو خبره کوټلې معاهده لاسلیک کړي، په داسې حال کې چې د ډیورنډ په اصلي معاهده هم اودرامان خان یا یې استازو کوم لاسلیک نه و کړی، بلکې دا هرڅه شفاهي ترسره شوي وو، که څه هم انګرېزانو هرڅه لیکلي د امیر مخ ته ايښي او امیر لوستلي وو، خو لږ تر لږه یې په کې رسمي امضا نه وه کړې، نه یې کوله او کړې یې هم نه ده، امیر په دې ټولو پوهېده، منښته یې له بدې ورځې کړې وه، خو ځان یې مجبور ګاڼه… ممکن بله لاره به یې نه لیدله…؟خدای خبر…!؟
په هر حال… د ډیورنډ د معاهدې مطابق چې په کې لیکل شوي، چې د باراني اوبو د ور توییدو سیمې به حاکمیت معلوموي، په مومندو سیمه کې د تطبیق وړ نه وه، ځکه هلته د یوه منظم غره په ځای وړې وړې خاورینې غونډۍ وې، چې هیڅ منطقي او منظم شکل یې نه لاره، انګلیسانو دا سیمه همداسې پرېښوه، دوی ویل که افغانستان دا سیمه غواړي، چې واک پرې ولري، نو سمه ده، اودرامان خان دې په لیکلي سند امضا وکړي، که یې نه غواړي، نو هم امضا دې وکړي، خو اودرامان خان دا یو کار هم ونه کړ، البته چې نه یې غوښتل وې کړي، دا مسله لاینحله پاتې شوه….دا هم معلومه وه، چې ځايي خلکو هیڅکله له انګلیسانو سره یووالی نه غوښت، لا ان مخکینۍ نیولې سیمې، پېښور، کوټه، ډېره اسماعیل خان، مارګلې، ملاکنډ، ځکه خو هلته پرله پسې د ځايي پښتنو او انګلیسانو ترمنځ پراخه جګړې روانې وې…
کله چې په ۱۹۴۷ کال انګلیسانو د هند د خلکو د پراخه غبرګون او د نړۍ د هغه وخت د نورو شرایطو له امله له سیمې د وتلو پرېکړه وکړه او له هند او هم یې له افغانستان نه نیولې سیمې؛ مارګله، پېښور، چترال، ګوادر، بلوچستان، کوټه، بولان خیبر او نور د هغه وخت هند برخه ګرځولې وه او مشهوره کړې یې وه چې دا سیمې هم د برتانوي هند برخه دي- دا یې وېشلې، افغانستان یې هېر کړ او د پاکستان په نامه یې د هندو او افغانستان له نیولې خاورې نه نوی هېواد تشکیل کړ، د مومندو خپلواکه سیمه یې چې په ډيورنډ معاهده کې یې هم سپیناوی نه و شوی، البته چې هغه وخت ممکن و، همداسې لاینحله پرېښودې، سوات او شاخوا سیمې هم سیمه ییزې نوابۍ وې، چې بیا پاکستان د افغانستان له خبرونې پرته ونیولې او په دې توګه پاکستان نور هم پراخ شو. په سوات کې یې د پښتنو سیمه ییز حکومت په ۱۹۶۵م کال په خپل ځان کې په چل او هنر هضم کړ….
د مومندو سیمې ازادې پښتنې سیمې نومول شوې وې… ځينو به ورته ازاد قبایل ویل، ددغو خلکو د ننګرهار د ګوشتې او کامې له خلکو سره او له جلال اباد سره منظمه راشه درشه او مړی ژوندی و، پخپله ځايي خلکو یوه هم ځان د پاکستان برخه نه ګڼل او نه یې غوښتل چې له پاکستان سره دې یوځای شي، هغوی د افغان حکومت اقدام ته په تمه و، چې هلته سړک ورتېر کړي او دا سیمې د ننګرهار په ګوشتې پورې- چې دوی ټول سره په خپلو کې عزیزان ووـ ونښلوي، خو د جګړو او ناکاره حکومتونو له وجې دا کار ونه شو… یو وخت د تالېبانو په لومړي حاکمیت کې چې ځايي مومندو له جلال اباد سره تګ و راتګ کاوه، او د پاکستاني پوځ له تحرکاتو یې اندېښنه لرله- البته چې تالېبانو ته یې مراجعه کړې وه- بیا د ننګرهار د هغه وخت تالېب والي مولوي کبیر له لسګونو پېک اپ موټرو وسله والو سره لاړ، او په خاپښ غاښي یې خپل سپین بیرغ ودراوه، د روسانو د یرغل په کلونو کې د ننګرهار او کونړ افغان مجاهدینو- چې په پېښور کې روزل شوي وو- د مومند په دغه سیمه کې پوځي مرکزونه جوړ کړي و، په ۱۹۹۲م کال یې چې جلال اباد ونیو، دا مرکزونه یې پرېښودل، ښارونو ته ورښکته شول، دا سیمې یې هېرې شوې، په دې خلا کې د پنجاب تر مشرۍ لاندې پېښور د ډیورنډ کرښې پر سر له ګنداوه تر خاپښ غاښي پورې تر دغه ځایه سرک قیر کړ. نور یې پرایښی و….د ننګرهار یو سیمه ییز قوماندان کیسه کوله، چې پاکستان دلته فعالو افغان جهادي ډلو او افغاني جهادي پوځي غیر منظمو کیمپونو ته په کراتو وویل چې تاسو کله ګنداو او پېښور ته راځئ، نو ستاسو سړک خام دی او په تکلیف یاست، مونږ به له دې خوا دا سړک درقیر کړو، خو مجاهدینو دا خبره رد کړې وه او ویلي وو، چې دا افغاني خاوره ده….
مومند ازاد او خوشاله وو، چې د پاکستان له حاکمیت خلاص دي، په دغو سیمو کې چې حلیمزي، خویزی، باییزي، دویزي، ماموند وغیره… قومونه چې دا ټول د مومندو پښې دي، په بېلابېلو کلیو کې اباد وو، د دولتي خدمتونو له نه شتون سره سره خوشاله وو چې د پاکستان له مداخلې خوندي دي او هیلې یې پاللې، چې د ننګرهار اداره دې – که د هر نظام تر حاکمیت لاندې وي- ژر دغه ځای ته سړک ورولي، خو اداره سست و پڅه وه….
په ۲۰۰۲ کې ځايي مومند په خپله راپاڅېدل، ګوشتې ولسوالۍ ته یې په خړو غونډيو کې په بېلچو او کولنګونو سړک جوړ کړ، دا سیمې یې له ګوشتې سره ونښلولې، خو بیا هم د ننګرهار ادارې کوم خدمت ونه کړ، یو وخت ما ننګرهار والي ګل اغا شېرزي ته وویل چې که نور څه نه شي کولی، افغان بیسیم او روشن مخابراتي شرکتونو ته دې- چې هغه وخت یې تازه فعالیت پیل کړی و- ووايي چې هلته یوه- یوه مخابراتي پایه ودروي او په عاجل ډول دې دغو خلکو ته د افغان مخابراتي کمپنیو سیمکارټونه ووېشي، په دې توګه به د حاکمیت ساحه معلومه شي، دا نو هغه وخت و، چې دوی دا سیمه ډېره نیولې وه، خو لا هم څه غونډۍ منډۍ پاتې وې، خو له چارواکو سره وطني مینه لږه او شخصي ډېره وه….
په ۲۰۰۳م کال پاکستان د ترهګرۍ ډرامه ګرمه ساتلې وه، اوبه یې خړولې، ماهیان یې نیول، ښه ډېر یې ونیول هم…. پاکستاني رژيم امریکایانو ته وویل چې د افغانستان سرحدونه نا امن دي، پر تاسو له دغو سرحدي سیمو مخالف خلک بریدونه کوي، مونږ ته پیسې راکړئ، چې خپل پوځ هغه سیمو ته در ورسوو چې پورې غاړه ستاسو په مرسته د افغانستان حاکمیت دی، دې غاړه به مونږ شو، د ترهګرو مخه به ونیسو، هغه ترهګر چې دوی پناه ورکړې وه، هغه چې ددوی نېږدې ملګري وو، او هغه چې ددوی په غیږ کې پالل شوي وو، او د هغوی له هرڅه خبر وو؛ کله به یې ترهګر بلل، کله ملګري، کله، ښه، کله بد… دوی دا کیسې ان د خپلو نیکونو او پلرونو له وخته لا له انګرېزانو زده کړې وې؛ دوی پوهېدل چې څنګه مخکې
لاړ شي….
دا وخت د پېښور زوړ مجاهد جنرال عبدالرحیم وردګ د لوی درستیز مرستیال و، قسیم فهیم د دفاع وزیر او بسم الله محمدي لوی درستیز و، خو دوی دواړه په انګلیسي نه پوهېدل، د جنرال رحیم وردګ انګلیسي زده وه، په قوم هم پښتون و، ممکن کرزي به هم پرې باور کاوه، وردګ د پېښور د بېځایه کېدو په وخت د پیرګیلاني په مشرۍ د ملي محاذ ګوند د نظامي کمېټې مسوول و، هغه وخت په پېښور کې جهادي ګوندونو د نظامي فعالیتونو لپاره کومېټې جوړې کړې وې- ګویا چې د پېښور ساخت تنظیمونو د دفاع وزارت دغه کومېټې وی….
امریکایانو به ممکن هېواد مشر کرزي، فهیم، وردګ وغیره وو ته د پاکستان د خواهش خبره کړې وه، یا به یې نه وه کړې؟ کرزی او فهیم چرته وزګار وو!؟ فهیم د خپل قام او زمکو او ملکیتونو په فکر و، له پنجشېر او پنجشېري ملګرو پرته له کوم څه خبر نه و، د افغانستان له حاضرو په اصطلاح سرحدي سیمو خو ګرد سره خبر نه و، که و هم نه یې خوښېدل، چې په دې اړه وخت ضایع کړي…. بلې خوا کرزی بې تجربې په تخت ناست و، بېرون ټوله دونیا په رسنیو لګیا وه، یوه های و هوی وه، هیچا سمه خبره نه شوه کولی، نه یې پرېکړه کولی شوه،
هره ورځ سلګونه نوې خبرې، نوې ريپورټونه، نوې کیسې…. ټول ګنګس وو، یوازې پاکستان په استراحت او دقت کې و… پاکستان څه ناڅه ۷۰ کاله تجربه لرله او واکمنو نیکونو او پلرونو یې ۱۵۰ کاله د انګلیسانو او د هغوی د ملګرو د سیاستونو تجربه… ماجبونه، اجاره دارۍ، کیسې او قیصې..! هلته هر څه له پلان سره سم وو، که څه هم د لویدیزې نړۍ په تله به فېزیکي امکانات هومره ډېر نه وو…
هوکړه وشوه، چې یو درې اړخیز کمیسیون جوړ شي، د کمیسیون هدف دا وښودل شو، چې د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته افراطیت دی او له ډیموکراسۍ او لویدیځ تمدن سره په ستونزه کې دی، دوی باید سم شي او د امنیتي پېښو مخنیوي دې ګنې وشي، په دې کمیسیون کې به د افغانستان، پاکستان او امریکا په مشرۍ د نړۍ والو ځواکونو جګپوړي قوماندانان ګډون او پرېکړې کوي. افغانستان دغه کمیسون ته جنرال رحیم وردګ د استازي په توګه وټاکه، کمیسیون لومړۍ غونډه د ۲۰۰۳ کال په جون کې په اسلام اباد کې وکړه، دویمه غونډه یې د همدې کال په جولای میاشت کې په کابل کې وکړه،
درېیمه غونډه یې په سپتمبر میاشت کې (نېټه دقیقه نه ده)- یو ډول په بېړنۍ توګه- د تورخم په شمشاد کې افغان اړخ ته په وړوکي پوځي مرکز چې امریکايي ځواکونه – د ډېرو لږو افغان ځواکونو په ګډون- په کې مېشت وو، جوړه کړه. په دغه غونډه کې د پاکستان نماینده ګي پر نورو سربېره د راولپنډۍ د قول اوردو قوماندان لفټېننټ جنرل پروېز اشفاق کیاني او د پېښور د قول اوردو قوماندان لفټېننټ جنرل علي محمدجان اورکزي کوله، د امریکا په مشرۍ د ځواکونو قوماندان جنرال ډیوډ مک کېرنن و، د افغانستان نماینده ګي د لوی درستیز مرستیال جنرال عبدالرحیم وردګ کوله، لږ وخت وروسته بیا وردګ دفاع وزیر وټاکل شو…. خدای خبر لکه چې لا وخته داسې څه په پام کې وو… هرڅه پرېکړې یې چې کړي وې، له منځه یې ډېر خبرونه نه دی راوتلي، خو ځینې خبرې به دوی پخپله رسنیو ته کولې…. په دغه غونډه کې درې واړو لوریو پرېکړه وکړه، چې د ډيورنډ کرښې له کوزې خوا به د پنجابي جنرالانو په مشرۍ پاکستاني ځواکونه او له برې خوا به نو تاسیسه بې تجربې افغان ځواکونه – چې شا ته به پسې امریکان وي- د ډيورنډ پرلور پرمختګ کوي، مخالف وسله وال به بې وسلې کوي او یو له بل سره به استخباراتي اړیکي پیاوړي ساتي. هغه وخت په ټول هېواد کې د تالېبانو، یا د کومې بلې وسله والې مخالفې ډلې کوم مهم څرک په نظر نه راته، یو نیم خبر به خپرېده، هغه هم هومره نه و، خو بهرنیو او ځینې وخت به کورنیو رسنیو هوا ورکوله….
همداسې وشول، تر غونډې سملاسې وروسته دواړه خواوې پر ډېورنډ کرښه مارش شوې، افغان لوری چې څو د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ ته رسېده، تر هغو یوه شپه لا مخکې پاکستاني ځواکونه د ګړو پر سر ولاړ وو- ګړو هغه سیمه وه، چې له مخکیني سرحدي ښارګوټي ګنداو او بیا له خاپښ غاښي نه افغان لوري ته لږ ترلږه څلوېښت کیلومتره په اوسنۍ افغان خاوره کې وه- د دغو عملیاتو په وخت بیا د غونډې پرېکړه کوونکي مشران نه وو، بلکې یوازې جنګي قوماندانان او عسکر وو.. په دې توګه په پلنوالي لږ ترلږه څلوېښت کیلومتره او په اوږدوالي تر اتیا یا سل کیلومتره د مومندو ازاده سیمه پاکستان تر ستونې تېره کړه، هلته یې هغه مومندان د ترهګرۍ په نامه سخت وټکول چې د پاکستانیانو د ورتګ مخالفت یې کاوه، دا وخت د افغانستان له خوا د جنګي عسکرو مشر د ننګرهار د قول اوردو قوماندان حاجي حضرت علي کوله، په دغو عملیاتو کې د پاکستان له خوا پوځي جنګي الوتکې او د افغانستان له خوا امریکايي جنګي الوتکې هم کارېدې.. حاجي حضرت علي له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وویل چې دی، د تورخم د شمشاد غونډې تر پرېکړې وروسته، د عملیاتو په اوله یا دویمه ورځ له امریکايي قوماندانانو سره د مومندو پر دغه ازاده سیمه وګرځېد، له هوا نه امریکايي ځواکونو دا سیمه کنټرولوله؛ هغه وویل چې امریکایانو ته یې وویل، چې دا سیمه د افغانانو ده او پاکستانیان افغان خاورې ته ډېر رامخکې شوي، او لا نور هم راروان دي، خو د هغه په وینا امریکایانو ورته وویل چې له کابل نه ورته امر شوی، چېرته چې پاکستاني پوځیان وي، مونږ به تر هماغه ځایه ځو او مخکې تګ به نه کوو. هغه وویل، دغو بهرنیو پوځيانو یا ټيټ پوړو سیمه ییزو قوماندانانو ورته په الوتکه کې وویل، چې دوی یوازې هغه پرېکړې عملي کوي، چې د شمشاد په غونډه کې شوي، دوی د سیمو د تغیر صلاحیت نه لري، دوی ته کوردینات ورکړل شوی او دوی هماغه عملي کوي….
د ننګرهار ۹ لېوا چې د قول اوردو اړوند په هډې فارم سیمه کې وه او د حاجي موسی په مشرۍ د حاجي حضرت علي یو خپلوان جهادي قوماندان اداره کوله، ددې لېوا درستیزوال عبدالمالک ملکزی و، دی هم په خټه پشه يي او د لېوا د قوماندان خپلوان و. په دې لېوا کې څه وو؟ با وجود ددې چې د مجاهدینو په اوله دوره کې زیات نظامي تجهیزات د کباړ په بیه په لاهور او پنجاب کې پلورل شوي وو، بیا هم دلته بي ایم یو څلوېښت څو دستګاوې، او غټ راکټونه ولاړ وو، چې هرچا په ډېره اسانۍ لیدل. زه د لېوا قوماندانۍ ته ورغلم، چې د پاکستان له خوا په دغه تېري ددوی نظر واخلم، د لېوا درستیزوال ملکزي په ډېر اطمینان سره وویل چې مونږ اماده ګي لرو، او ډېر ژر به یاده سیمه بېرته له پاکستانیانو ونیسو، ده ډېر احساسات وښودل، درې ورځې پس زه بیا ورغلم، ګورم چې په لېوا کې وسلې هیڅ نه شته، ما پوښتنه وکړه، چې وسلې څه شوې؟ ځکه کرښې ته څېرمه کومه جګړه نه وه پېښه شوې، د لېوا درستیزوال ځان پټ کړ او هلته موجودو بې تجربې عسکرو راته وویل چې هره شپه دلته له برقي ارو سره خلک راتلل او دا وسلې یې اره کولې، او له دې ډاره چې د مومندو د ګړو غیر رسمي قاچاقي سرحدي لار به ـ چې په مومندو تېره شوې او بیا د ګنداو (ګندهاب) له لارې له پېښور او بیا له لاهور سره نښلي- د پوځي عملیاتو له کبله وتړل شي، باید دا وسلې کباړ او ژر کوزې خوا ته واستول شي، نو ځکه هغه کباړ شوې، فقط د یوه محلي جنګسالار د جیب د ډکېدو لپاره!!! هره شپه شل دېرش لارۍ کباړ په لویو لاریو کې بارېده او د ګړو په قاچاقي لار پېښور خوا ته اړول کېده. ځايي خلکو به دا لارۍ د شپې له خوا په رڼو سترګو لیدلې،
له بلې خوا په مومندو کې کله چې پاکستاني ځواکونه هلته رسېدو ته نژدې وو، د حاجي فضل المنان او نورو قومي مشرانو له خوا د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ په کورنو وځړول شو، خو پاکستاني ځواکونو دا مشران ونیول او د ترهګرۍ په نامه یې بندیان کړل، ګواښ یې وکړ، که یې مخالفت وکړ، امریکایانو ته به یې د ترهګرو په نامه لاس تړلي وسپاري او ځای به یې ګواتنامو وي، دا وخت د حاجي فضل المنان له خوا د حاجي عبدالله خان په مشرۍ یو څلوېښت کسیز هیات له پاکستاني ځواکونو نه په پټه یو ځل بیا جلال اباد ته راغی، دوی دوه درې ځل مخکې هم راغلي وو او د درې اړخیز کمیسیون له غونډو لا دوی وخته خبر وو، دوی د ننګرهار له والي حاجي دین محمد سره وکتل، بیا یې د قبایلواو قومونو د چارو رییس فریدون خان مومند سره وکتل، وروسته یې د قول اوردو له قوماندان حاجي حضرت علي سره وکتل، دوی سره ما مرکې وکړې، چې اوس هم ثبت دي، دوی وویل چې حاجي دین مامد ورسره ژمنې وکړې، چې ډېر ژر به مرکز ته خبر ورکړي، والي دوی ته څه سفر خرڅ هم ورکاوه، خو دوی رد کړ او وې ویل چې په پیسو پسې نه دي راغلي… دوی دې له پاکستاني یرغله وژغوري.. هیات وویل په دغو ټولو کې پشه يي حاجي حضرت علي یو څه جدي و. زه په حضرت علي پسې ورغلم او له قومي مشرانو سره د لیدنې جزییات مې ترې په مرکه کې وغوښتل، هغه وویل چې ده د دفاع وزیر مارشال فهیم سره خبرې وکړې او ورته یې واضح وویل، دې مشرانو ته زه څه ووایم!؟… وايي هغه وویل چې احوال درکوم، په بله ورځ زه بیا ورغلم، چې د دفاع وزیر څه وویل، هغه وویل چې هغه (قسیم فهیم) له کرزي سره خبرې کړي، دغه هیات کابل ته راولېږئ، هیات کابل ته هم لاړ، چې په ژمنو بېرته رخصت شوی و. هیات به چې له جلال اباده روانېده او که به بېرته راته، ما به یې خولې ته مایک نیولی و، هیات څو ځلې بیا راغی، په جلال اباد کې دېره و… بیا داسې وخت راغی، چې والي حاجي دین محمد ته چا نه پرېښودل، په ورځو ورځو به یې انتظار کاوه… یو وخت دغه قومي هیات څه کم یوه میاشت په جلال اباد کې تېره کړه، اخر نهیلی ستون شو، دا وخت والي حاجي دین محمد بدل او په عوض یې ګل اغا شېرزی د ننګرهار والي شو، دده په ولایت کې څو ځل بیا مومند قامي مشران جلال اباد ته راغلل او ځولۍ یې وغوړولې… خو چې ونه شوه، په هغو قومي مشرانو کې یې دریو تنو له هغه ځایه کډې رابار کړې، یو یې حاجي عبدالله خان، بل یې حاجي جهانزېب مومند، بل یې حاجي عابد خان وو… عابد خان حاجي په هماغه لنډو کلونو کې مړ شو، کورنۍ یې بېرته پېښور ته ستنه شوه. د پاتو دوو نورو له سرنوشته اوس نه یم خبر، خو تر ډېره د ننګرهار په کامه او ګوشته کې پراته وو. عجیبه دا وه، چې د ننګرهار د قبایلو رییس فریدون خان مومند چې د ډاکټر نجیب رژیم د ملېشه وو د مشر فردوس خان مومند زوی دی، دوی هم په همدغه مومندو کې پراخه زمکې او کورونه لري، دې خوا ته په ګوشته کې هم ودان دي….
……
پاکستاني پوځیانو څه وکړل؟
پاکستاني پوځيانو د سیمې قومي مشران راټول کړل او ورته یې ویل چې دا وچ ډاګونه دي، هیڅ اسانتیا نه شته، راځئ، مونږ به تاسو ته په پنجاب او راولپنډۍ کې شنې زمکې ووېشو، تاسو هلته خپل کاروبار جوړ کړئ، په دغو کې ځينو ومنله، هغوی هلته اباد شول، ځینو ونه منله، هماغلته پاتې شول، پاکستانیانو هلته سیمه سروې او نقشه کړه، په شپږو میاشتو او بیا وروسته په یوه او یونیم کال کې یې سړکونه جوړ او پاخه کړل، د برېښنا ستنې یې وروستې، مخابراتي پایې یې ولګولې، په ډاګونو کې یې ایبلېټس – یو ډول د وچو سیمو شنې ونې ـ وکرل په ځينو ځایونو کې یې د بادامو باغونه وکرل او د غرونو او ناوونو د چینو او د خوړونو اوبه یې ورته راسمې کړې، ممکن اوبو ته به یې کومه بله لار هم جوړه کړي وي، ځايي خلکو ته یې ددغو باغونو او ځنګلونو د اوبه خور او ساتنې دنده ورکړه، په مقابل کې یې ددوی زیاتره په میاشتنۍ تنخوا مقرر کړل، ځینو ته یې نغدې روپۍ ورکړې، هغوی لاړل، په پېښور کې یې کاروبارونه شورو کړل…
ځايي مشرانو وویل په پیل کې یوازې هغه خلک تهدید شول چې د افغانستان بیرغ یې پورته کاوه او دا افغاني سیمه یې پاکستان ته نه سپارله، نور یې نو له مننونکو خلکو سره ډېر نرم چلن وکړ، دوی ته اوړه، غوړي، نور خوراکي توکي په وړیا ډول ووېشل شول، په دوی یې د هیڅ ډول قاچاق او کارونو بندیز نه لګاوه، یوازې یې په دغه نوې یا دویمه ډيورنډ کرښه کې د پوځي چاوڼيو په جوړولو پیل وکړ، ځينې ځايي خلک یې د رغونې په دغو کارونو کې د ټېکه دارانو او کاریګرو په توګه ولګول….
په دې توګه د افغانستان دا تاریخي خاوره چې هلته د ترنګزو حاجي صیب، نجم الدین اخونزاده، د مومندو لوی قومي مشر حسن خان مومند او نورو تاریخي یادګارونه لرل، ونیوله.
د مومندو ددغې پراخې سیمې بر سر ته دوه لوی غاښي وو، یو د انارګي کنډو، بل د د سله لا غاښی، دا دواړه اوچت غرونه وو، چې کوز سر یې د ګړو او خویزو په خړو غونډيو لګېده، او بیا ان د ننګرهار لالپورې ته رسېده، بر سر یې د کونړ له سرکاڼو او خاص کونړ د منګوال په مسیر مخ پورته ناوه پاس او نورو سره نښتی و. دا سیمه اصلا داسې وه، چې له ناوه پاس سره د مامدګټ او بیدمنۍ غرونه هم نښتي وو، ډيورنډ کرښه انګرېزانو هلته راښکلې وه، دا په منځ کې پاتې پټاره بیا ددغه غره په وسیله له غربي خوا له سرکاڼو او ناوه پاس سره نښتله، چې ظاهرا ازاده پاتې وه، خو اوسېدونکو یې ځانونه د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ ګڼل او د محمد ظاهرشاه له وخته یې اوسېدونکو افغاني تذکرې لرلې. په ۱۹۴۸ او ۱۹۴۹ کال شاعر او لیکوال میراجان سیال مومند د جرمني د کارخانو جوړه ډبرینه چاپخانه هم له کابله وړې او هلته به یې د لوی پښتون په نامه په کې میاشتنۍ مجله خپروله، چې له دې خوا په کې د استاد قیام الدین خادم او استاد الفت او محمد اکبر پامیر لیکنې خپرېدې…دا مجله بیا وروسته په جلال اباد کې چاپېده، تر ۱۹۶۱م کال پورې خپره شوې ده.
انارګی کنډو او سله لا چې پاکستاني پوځيانو له افغانستان سره نوی سرحد وټاکه، نو یې یو کال نیم په دغه څوکه هیڅ غرض ونه کړ، چې لاندې تحکیمات بشپړ شول، نو بیا یې د شپې له پلوه په الوتکو کې په دغه لوړه څوکه خپل ځواکونه دیسانت کړل. انارګی کنډو د ننګرهار د غرونو اړوند لوړه څوکه ده، چې که د سپینغره سېکرام په کې یاد نه کړو، نو د شمشاد د غره په لوړوالي پسې دویمه درجه لوړه ده، له دغه څوکې نه د جلال اباد ښار، د ننګرهار، بهسود، کامه، سره رود، او د سپینغر په بهیر کې پرتې ټولې سیمې ښکاري، یوازې د شینوارو تر مارکو ښکته سیمې ترې د غرونو لړۍ پنا کړي دي.
په ۲۰۰۴ م کال پاکستاني پوځيان دغه څوکې ته وختل او هلته یې پوځي چاوڼۍ جوړه کړه، د ننګرهار د ګوشتې خلک راټول شول، د پاکستاني پوځيانو مقابلې ته ورغلل، هغه وخت د ګوشتې امنیه قوماندان، سیدعمر پهلوان و، د هغه په مشرۍ ځايي خلک ددغه څوکې بېخ ته ورغلل، چې پاکساني پوځيانو پرې ډزې وکړې، خو دوی غټې وسلې نه لرلې، پهلوان جلال اباد کې والي حاجي دین محمد ته ورغی، چې ورته حال ورکړي، والي د دې په ځای چې ډاډ ورکړي، دی یې له دندې ګوښه کړ او ورته یې وویل چې ته غواړې مونږ له پاکستانیانو سره په جنګ واړوې. پهلوان د ګوشتې سیمه ییز مشران په ځان پسې کړل، حامد کرزي ته ورغی، هغه چې راستون شو، زه مرکې ته ورغلم، راته یې وویل چې کرزي ورته وویل چې پاکستانیان پرله پسې مونږ ته ګوتې راوړي او دا خبره اوسنۍ نه ده، که زه په یوازې سر اقدام کوم، نو وسلې او منظم پوځ نه لرو، له بلې خوا مو امریکایان ملاتړ نه کوي. پهلوان وویل کرزي راته وویل، پاکستانیان په دې کارو غواړي، چې مونږ ورسره د سرحد په مسله حسابي وغږیږو، خو زمونږ په غږېدو کې ګټه نه شته، بلکې تاوان مو دی، ځکه پاکستان همدا ساعت له خدایه غواړي، چې مونږ له هغوی سره خبرې وکړو او دا خبرې په یو کاغذ د دواړو له خوا لاسلیک او د رسمي سند په توګه ومنل شي، چې دا په حقیقت کې د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندو معنا لري؛ هغه زیاته کړه، کرزي وویل هسې یې هم نیمايي وطن رانه نیولی، د مارګلې تاریخې دښته، چې دوی په کې د انګلیسي انجینرانو په نقشه د اسلام اباد په نامه ځای جوړی کړی، او ددوی د نوساخته حکومت پایتخت یې له کراچۍ دغه ځای ته راووست، بیا کوټه، بلوچستان، ګوادر، بولان، بنو، ډېره جات، پېښور، سوات، ملاکنډ، چترال، کوهاټ، تیراه او وغیره… دا ځای (د ننګرهار د ګوشتې مومند) دې هم ونیسي؛ که حساب کېده، د ټولو به کوو، که نه، بارا، دا دې پرې دپاسه وخوري… د پهلوان په وینا، کرزي مونږ ته وویل، ما امریکایانو ته وویل چې پېښور او کوټه د بلوڅانو په ګډون د افغانستان مخکینۍ خاوره ده، تاسو چې له کابل نه درست افغانستان اداره کوئ، پېښور او کوټه هم د افغانستان سیمې دي، هلته هم پوځي اډې واچوئ، هلته هم ترهګري ده او لروبر ټول پښتانه په یوه تار تړلي، دا ټوله سیمه به په ګډه له کابله اداره کوو… خو هغه وویل چې امریکایان ورسره په دې اړه سمې خبرې نه کوي، کله یوه خبره کوي، کله بله…خبرې هسې اړوي راړوي او یا یې ځينې وخت دا خبرې بیخي بې ځوابه پرېږدي…پهلوان پسې ورډېره کړه، چې کرزي وویل، بارا زه ددغه خبرو په غم کې یم، خو… له کوره نه یم وزګار… کور وران دی… اول به کور جوړوو، بیا به د نورو غم کوو… پهلوان وویل… چې زما ملګري قانع شول، خو مونږ یو څه ژر هرڅه غوښتل… ما دا هرڅه د ازادۍ راډيو لپاره ثبت کړل، خو هلته په راډيو کې نه ددومره خبرو د نشرولو حوصله وه، نه ستراتیژي دا وه، چې مونږ دې دا ډول خبرې ریپورټ کړو، نه هلته موجود کارکوونکي په دې خبرو هومره سرخلاصي وو… بس څنګه چې په افغانستان کې د خبرو اترو تر حده د افغانستان د ژغوراوي ګپ شپ روان وو، په طبیعي توګه ممکن هلته هم همداسې وو… حتا چې…
پهلوان راته سر وڅنډه، چې خبرې سمې وې، خو بیا یې هم نتیجه ترلاسه نه کړه، چې هغه څوک چې عینا لکه زمونږ غوندې د امریکا پیسې اخلي، نه له جنګ مجبور دي، نه له کومې بلې مجبورۍ مجبور دي، هغوی یې ډېر ښه په ځای لګوي، خو زمونږ د لګښتونو اصلا هیڅ نتیجه نه ده معلومه، مومند او دا پرخه سیمه به څنګه کیږي؟ هلته خو هره شېبه هغوی پوستې او پوځي استحکامات پراخوي، د انارګي په سر راته پراته دي، هره شېبه مو په دوربین کې څاري، نه یوازې د ګوشتې امنیه قومانداني او ولسوالي، بلکې کامه او آن د جلال اباد ولایت او سرخرود او ثمرخېل او د کونړ سیند او آن د ګمبیرې دښتې، دا مې په زړه نه ځاییږي…..
*******
بېرته سله لا ته ورګرځو- سله لا پاکستاني رسنۍ او پوځیان د خپلې لهجې له مخې سلالا او ځینې وخت سلاله لیکي، چې سم نه دی، د ځايي خلکو او ولسونو لهجه سله لا ده – سله لا تر انارګي کنډو مخ په کونړ او سرکاڼو او ناوه پاس پورته د مومندو او د خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو ترمنځ د غرنیو سیمو په منځ کې پرته ده، چې دوه ختیزې او جنوب ختیزې خواوې یې د ننګرهار له ګوشتې او کامې ولسوالیو سره نښلي، او د انارګي کنډو په نسبت لږه نوره هم په اوسنۍ افغاني خاوره کې راننوتې او د دغه کنډو په نسبت یو څه ټيټه ده، خو ستراتیژیک موقعیت لري او د کونړ سیند ته بیخي څېرمه ده، چې سیند ترې واضح ښکاري. پورته خواوې یې د کونړ د نورګل او کونړ خاص او لږ پسې ورپورته په سرکاڼو پسې نښلي… د اد غرونو یوه لړۍ ده، چې ځینې وړې اوارې سیمې هم په کې شته، چینې، څېړۍ، ګنډېري، خالي ځایونه هم لري… او ډېر طبیعي محیط په کې کتل کېدی شي…
په ۲۰۱۱ م کال پاکستاني ځواکونه د شپې له پلوه په دغه سیمه وسله والو تالېبانو ته په ورته شکل ورننوتل، په دغه غرنیو سیمو کې د مومندو واړه کلي دواړو خواو ته ودان دي….
*******
د محمد زمان مومند هم دا په زړه نه ځاييده چې دده د قام او ولس خاوره دې پاکستان ونیسي، ده به هرکله په دې بحث کاوه، تاریخونه به یې بیانول او وینه یې یرغلګرو ته په جوش وه….
په یوه کلي کې د قوماندان محمد زمان مومند شپه ده، شل – دېرش تنه یا زیات و کم.. عسکر هم ورسره دي، دا د دوی د ګزمې سیمې دي، خو منظمې پوستې ځکه نه شي جوړولی، چې د هغه په وینا، اکمالات یې ګران وو، باید په طیارو کې ورته خوراکي مواد راوړل شوي وای او یا په ډېرو سختو لارو په پیاده ډول… چې ۲۰۱ سیلاب قول اوردو د تالېبانو د داخلي جګړې له امله دغسې خبرو ته لازم پام نه شو کولی، – د پنجاب په مشرۍ پاکستاني پوځي ځواکونه د افغانستان له سیاسي او تجارتي حالت نه دا وخت ډېر پړسېدلي او ډېر امکانات ورسره وو، په تېره چې شپېته- اویا کاله په هیڅ ډول دوامداره فېزیکي جګړه کې ښکېل نه وو او یوازې یې سیل کاوه او د امریکا او لویدیزې نړۍ له خرواري پیسو نه برخه من او یوازې شمارلو او مزو ته ناست وو – زمان مومند که څه هم په استعماري پښتونخوا کې په زلمینۍ کې په بېلابېلو سیمو کې کډوال و، خو دې کډوالۍ دده پښتني عزم، دده غیرت لا ډېر پیاوړی کړی و، او ده ته د پښتونخوا او سویلي پښتونخوا ټولې سیمې معلومې وې، د هغوی تاریخ یې لوستی و، هغه به ممکن د خپلې کورنۍ له مشرانو نه هم په ناستو ولاړو کې ډېرې خبرې زده کړې وې… د پنجاب په مشرۍ د هغه کوزني واکداران ډېر بد ایسېدل، هیڅ ډول جوړ جاړی یې ورسره نه غوښت، هغه په دغه برخه کې ډېر رښتینې ښکارېده، هغه به په خپلو ترانو او بدلو کې چې ځينې وخت به یې د ملنګ جان غزلې او بدلې هم بدرګه کولې، هیڅ خوند یې نه ورکاوه، چې د پنجاب په مشرۍ دې د پاکستان په نامه کومه جغرافیه دده په ګاونډ کې وي، خو هغه نه یوازې چې سیاسي ځواک او وس نه لاره، لا چې په خپل وطن کې یې د خپل کور او ملګرو خوراک او خرڅ هم نه شو پوره کولی، خو هغه ژوندی زړه لاره او دا هرڅه یې په سړه سینه زغمل، هغه یو لوی ارمان لاره، خو حالات بدل شول، نه یوازې چې هغه څه ونه شول چې ده غوښتل، بلکې دی لا ډېر خراب حالت ته سیده شوـ ….
………
زمان مومند راته کړه چې؛ ما سره دوه درې نور دلګی مشران هم له شاوخوا سیمو نن شپه راغلي وو، ده په مخابره کې په قول اوردو غږ وکړ، چې تالېبان یا کوم نور وسله وال زمونږ خوا ته راروان دي، او د هوايي مرستې هیله یې وکړه، د قول اوردو د مخابرې امر وویل، احوال درکوو… نیم ساعت پس د مخابرې امر راغږ کړ، په کابل مو غږ کړی، له باګرامه امریکايي ځواکونو چمتوالی ښودلی، ته خپله دقیق کوردینات او د خپل مېشت ځای هغه هم راکړه، ده وویل، له موجودو وسایلو او شرایطو سره دا کار هم وشو….
مونږ ته امر وشو، چې تاسې سیمه پرېږدئ، بېرته راوګرځئ مونږ همداسې وکړل…..
تقریبا نیم ساعت وروسته طیارې راغلې..
بمبار یې وکړ، چې سهار شو، په راډيوګانو کې – چې دده په وینا ما او ځینو ملګرو به معمولا له ځان سره ګرځولې.. او خبرونه به مو په کې اورېدل… پاکستاني خبرونه راغلل چې د دوی ۲۶ تنه ملېشه یا پوځيان، امریکایانو په سله لا کې ویشتلي دي، د پنجاب په مشرۍ پاکستان په غوڅه وو، دا وخت پروېز مشرف د پاکستان لوی درستیزتوب پرېښی و او د راولپنډۍ د قول اوردو مخکینی قوماندان لفټېننټ جنرل پروېز اشفاق کیاني د پاکستان لوی درستیز یا د هغوی په ژبه چیف اف ارمي سټاف و، دوی له امریکایانو وغوښتل چې بښنه وغواړي، چې هغوی دا کار ونه کړ، ناندرۍ راپورته شوې، پاکستان د ناټو د اکمالاتو لپاره تورخم لاره بنده کړه، غالبا څو میاشتې یا حتا یو کال یې دوام وکړ، چې بیا بلاخره بېرته پرانېستل شوه
*****
دا هسې یو پېښه ده، ممکن ددغه پېښې تر شاه ګڼ سیاسي، استخباراتي مسلې هم وي، چې نه پرې زمان مومند پوهېده، نه هغه په دې برخه کې له کوم چا سره په تماس کې و، بلکې دا هغه یو تصادف ګاڼه… خو کله کله تصادفات هم په واقعي پېښو بدلیږي او کله واقعي پېښې تصادفات زېږوي….، لا هم اصلي حالت سم نه شي تشخصېدی…
*****
قوماندان زمان مومند له دغه ځایه د کونړ شلتن ته بدل کړای شو، هلته دلګی مشر، یا بلوک مشر یا د کنډک درستیزوال و؟…. زمان مومند په ۲۰۱۶م کال په دغه سیمه کې له تالېبانو سره په مخامخ جګړه کې په سر ولګېد، د سیلاب قول اوردو الوتکو دی باګرام ته یوړ او هلته یې څو ورځې معالجه وشوه، خو هلته د زخمیانو بیروبار ډېر وو، دی یې له څو ورځو وروسته د کابل سردار داود خان روغتون ته بدل کړ. هلته تر باګرام لا ډېر بېرو بار و، هېلمند، کندهار، غزني، پکتیکا، زابل، کوندوز، میدان وردګ او شینډنډ لا ډېر تلفات لرل…. ټول سرګردانه وو….
دده د سر زخمونه وګنډل شول، خو دده په سر کې یوه چره پاتې شوه، ډاکټرانو وویل چې دی په سر لګېدلی او د وسلو ډېرې چرې یې په سر کې وې، دوی ټولې وویستې، خو یوه لا هم پاتې ده، او هغه دده مغز ته ډېره نژدې ده او دقیق عملیات یې ډېر وخت غواړي، دومره دقت اوس ممکن نه دی؛ خو دی کولی شي، ددغه چرې په موجودیت کې هم د یوه عادي انسان په توګه ژوند وکړي، دی به انشاالله کوم خاص مشکل ونه لري، ده ته یې د رخصت پارچه ورکړه…
دی رخصت شو، کاله ته لاړ… ملګري دوستان یې پوښتنې ته ورغلل، دی چې لږ د پاڅېدو او خوځېدو شو، ۲۰۱ سیلاب قول اوردو ته ورغی… هلته یې خپله ټوله کیسه وکړه او بیا یې د مرستې غوښتنه وکړه…. ده وویل چې د هغه وخت قول اوردو مسوولینو ته یې وویل چې دی دې هند، یا تورکیې ته د تداوۍ لپاره ولیږي، خو هغوی سهل انګاري وکړه او وې ویل چې په دې جګړه ییز حالت کې نه شي کولی، دا کار وکړي؛ زمونږ پوځیانو ته ضرورت دی، ته اوس دومره بد نه یې، مونږ به څو میاشتې نور هم رخصت درکړو، که دې خپل صحت ښه وکوت، بېرته راځه، مونږ د قانون مطابق ستا لپاره مناسب ځای لرو… دی څه وخت په کاله و، رخصت و، بیا بېرته وظیفې ته ستون شو، دا ځل د لغمان په مرکز کې په داسې ځای کې دنده ورکړل شوه، چې جګړې ته مخامخ نه و. یو ډول په اتیاتو کې و، – د افغانستان په ملي پوځ کې اتیات، یا احتیاط یوه اصطلاح ده، چې تر جګړو مخکې مخکیني پوځیان یو ډول ساتي، چې د ضرورت په وخت یې وکاروي، دی هلته و، خو ده هلته هم خپل کار کاوه ـ
ده وویل چې په سر کې ددغه چرې له امله لا هم له ستونزو سره مخ دی، د خوب په وخت له یوه اړخه چې بل ته اوړي، سر یې درد کوي، خو نور سم دی، دماغ یې کار کوي او ستونزه نه لري.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې افغانستان سقوط شو، هغوی چې ده ورسره جګړې کولې، راغلل، ټول وطن یې ونیو. دی په کاله کېناست، د ۴ میاشتو تنخا نه وه ورکړل شوې او تر سقوط یوه هفته مخکې ورته ویل شوي و، چې د ټولو پاتې دي، یوه هفته وروسته به وشي، خو سقوط وشو، ددوی معاشونه په کابل کې هغه چا ته پاتې شول، چې دا پیسې یې په واک کې وې، یا به هغوی وړي وي، یا به د طۍ مراحل لپاره په افغانستان بانک کې پاتې شوې وي..
دا وخت نو قوماندان زمان ډېر مجبور و، حتا جیب خرڅ یې هم نه لاره، له نژدې ملګرو سل دوه سوه … افغانۍ قرض غوښتو ته مجبور و… په دې تمه چې معاش یې راځي… له کامې به چې لغمان ته ته، یا به راته، په جلال اباد کې به یې په ما پېښه کوله، چای ډوډۍ وغیره به مو کول….له بدمرغه له اقتصادي حالت ډېر کړېده…
تر سقوط وروسته قوماندان زمان په یو دوه کې حیران و، له حاکمو نیواکګرو سره هم جوړ نه راته، د هغوی منظمه ستراتیژی هم نه وه ورته معلومه، له بلې خوا د خپلې کورنۍ او اولادونو په غم کې هم و، خو قیصه ورته بل ډول ذهن ته ورغلې وه، بلاخره مجبور شو، چې فکر وکړي، بس د تقدیر پرېکړه وه، یا پېښه وه، لکه چې د هغه ماغزه ایله دا وخت فعال شول….
له ده سره پاسپورټونه نه وو، نه ورسره خپل پاسپورټ و، نه یې د مېرمنې، نه یې د شپږ اوو اولادونو… هغه خو په دې فکر و، چې دا جګړې به بلاخره په سوله بدلیږي او دی به په کې د یوه مقتدر او وطنپرست افغان پوځي په توګه راڅرګندیږي، خو دا خو ارمان و… د پوځي ارمانونو ضمانت خو ان له تېرو پنځوسو کلونو په افغانستان کې اصلا موجود نه و… هغه د امریکا او لویدیزې نړۍ په باورونو یو څه باور هم کاوه او ځان یې یو ډول مطمین ګاڼه، چې که هیڅ دنده هم ونه لري، په خپل وطن کې به د خپلې پولې او پټې خاوند او ازاد ژوند به ولري، یاران به یې وي، مینه به وي، هغه د خپل پټي حاصل هم چې واخلي، دده روزي په کې ترلاسه کېدای شي…..
نوی نظام ته یې څو میاشتې صبر وکړ، خو چې پوی شو، هیڅ هم ممکن نه دي، نه یې څه په لاس کې دي، نو د کډوالۍ فکر پسې واخیست، نه کوم دوست، نه کوم ملګری، نه کوم بهرنی ملاتړ، تش جېب، تش کور، دا به څه کیږي؟ …. هغه ټولې زړې هیلې هېرې کړې، اوس په دې غم کې شو، چې څه ډول خپل سر سیوري ته کړي؛ د خپلو اولادونو د تعلیم په غم کې شو،، د هغوی د ایندې… د وطن….هغه مجبور شو، چې د کډوالۍ فکر وکړي، هغه نه امریکا ته، نه بریتانیا ته، نه اروپا ته او نه کوم بل ځای ته د مصوونې کډوالۍ چانس لاره…. هغه په دې هکله له هیچا سره اړیکه نه لرله… هغه اصلا دا سوچ بلکل نه شوای کولی، چې دی به ګنې یو وخت له یوې لپې اولادونو سره کډوال کیږي…..
بلاخره هغه پرېکړه وکړه، چې باید تر ډیورنډ کښته خوا ته کډوال شي، دا یې هیڅ زړه نه منله…. هلته چې بلکل دده ناخوښه حاکمیت دی، هلته چې د افغانستان تاریخي دوښمنان حاکم دي، هلته چې ده ورته ځان جګړې ته چمتو کړی و، هلته چې ده ماشومتوب او تانده ځواني تېره کړې وه، هلته چې ده د کډوالۍ په کیمپونو کې زده کړې کړې وې، هلته چې ده یو نیم پښتون ملګری هم لاره… او هلته چې ده ځان اوس بلکل بېګانه ګاڼه… بلاخره همدې نتیجې ته ورسېد….
په نوي نظام کې پاسپورټ اخیستل او بیا د پاکستان ویزه اخیستل اسانه نه وو، او بیا چې دده جیب هم تش و. د چمن په لاره بې اسنادو کوزه خوا لاړ، په پېښور کې دی بلد و، خو ده د پولیسو له وېرې – چې اسناد یې نه لرل- د استوګنې لپاره لاهور غوره کړ، هلته یې د کوم بل افغان شناخته په مرسته په سبزۍ منډوي کې کراچۍ ودروله او سبزیانې یې خرڅولې، بیا چې هلته ورپسې ټېکسونه ډېر شول، ده نه شول پوره کولی، نو یې سبزي پرېښوه، تازه مېوې به یې په لاسي کراچۍ کې اچولې او د لاهور د اطرافو په کوڅو کې به یې خرڅولې، ماښام به کاله ته ستنېده، په لاهور کې شاوخوا درې کاله مېشت و، خو د کډوالو د اخراج مسلې هلته هم بابېړی وکړ او دی اړ شو، چې بېرته وطن ته راوګرځي….،
هغه له ما سره هم دوه – درې ځل په ټيلفون خبرې وکړې، خو زما له وسې کوم څه نه وو پوره، خو چې پوی شو، زه ورسره کومه مرسته نه شم کولی، نو هغه د خپل ژوند کولو په فکر کې شو؛ خو هغه په دې خوشاله و، چې د ځايي واکمنۍ ورته پام نه دی، چې دی ګنې د افغانستان په جمهوري دوره کې ددوی په ضد جنګېدلی دی، هغه خپلې ټولې هیلې په خپل ذهن کې دفن کړې او د یوه ولسي ژوند د پیلولو په فکر کې شو…. هغه یو څه په دې هم مطمین و، چې عمومي عفوه شوې ده او ګویا چې له ده سره به څوک څه کار ونه لري…
دوه درې میاشتې خو هغه وزګار و، هغه بله هیڅ کومه سرمایه نه لرله، د هغه سرمایه صرف د هغه مټې وې، خو هغه شپږ- اووه اولادونه هم لرل، چې تر ټول مشر نارینه یې دا وخت څوارلس کلن و، هغه هم د سترګو په یوه مضمنه ناروغۍ اخته و…. قوماندان مومند فکر وکړ، چې خپله نیم یا حد اکثر یو جریب پاتې پلرنۍ زمکه به وکري، خو ممکن فکر یې وکړ، چې دا خو دده د ژوند خرڅ نه شي تامینولی، د لاهور په کوڅو کې یې په دېرش څلوېښت زره ګټلو (افغانیو) زرنج واخیست ـ زرنج موټر سایکل ته ورته وسیله ده چې شاته پسې یوه وسپنیزه کراچۍ تړلي وي، چې معمولا تر پېنځه سوه کیلوګرامو مواد انتقالولی شي، په هماغه خپل کلي کې یې د سبزۍ د خرڅلاو کار شورو کړ، هغه ډېر باهمته سړی و، د خپل کلي په ګډون به په ورڅېرمه کلیو ګرځېده، یو وړوکی لاوډ سپېکر یې هم ورته وموند، نارې به یې په کې وهلې، چې پالک، بېنډۍ، بانجان په دومره پیسو په کیلو دي….هغه دا کار شورو کړ؛ د هغه یوه نیم ملګري به ماته په ټيلفون ویل چې قوماندان دا کار کوي، خو هغه نو، نور ماته زنګ نه کاوه، نه یې غوښتل چې زه دې له دغو خبرو خبر شم… ماته دې خبرو خوند نه راکاوه، خو زما هم څه له وسې نه وو پوره… څلور پېنځه میاشتې دده دا کار روان و…
د ده ددغه خوارۍ مزدورۍ به لا درې څلور میاشتې نه وې پوره، چې په سر کې یې د جګړې د وخت هغه ناروغۍ ګزک وکړ… هغه مزدوري ودروله او د جلال اباد په ډکټرانو سر شو… په ډاکټرانو وګرځېد، خو هغوی جواب کړ، چې په جلال اباد کې یې ددغې ناروغۍ علاج ممکن نه دی، هغه یوځل بیا تر ډیورنډ کرښې ښکته خوا مخ واړوو، په پېښور کې څوک په نظر ورنه رغلل، په لاهور کې ده د وروستي ژوند په لړ کې یو نیم ملګری موندلی و، هلته په کوم شواخون د علاج لپاره لاړ او په حاکم نظام کې خدای خبر د چا په واسطه له وېزې پرته د تورخم په بندر د ناروغانو په کتار کې یوځل بیا هغه سیمې ته واوښت، چې ده غوښتل په خپل پوځي مټ یې ونیسي، اداره یې کړي او افغان بیرغ په کې ودروي… هلته په شفا روغتون کې شامل شو، خو دده دماغي سرطان چې ممکن له مخکې نه موجود و، یو دم لوړ شو او د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۳۰مه – چې لا یې یوه اوونۍ هم په روغتون کې نه وه پوره شوې- مړ شو، دوه ورځې وروسته یې مړی د ننګرهار کامې ته یوړل شو، او د ننګرهار د کامې په شېرګړ کې د شالکوټ بابا په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو، روح یې ښاد.
د وطن یو ارمانجن سپاهي د یو پنځوس کلنۍ په عمر له دې دونیا د افغانستان د عظمت د سرلوړۍ په نا ترسره ارمان په خاورو کې ډوب شو….او شپږ اووه تنه نا بالغه اولادونه یې د خدای اسرې ته پاتې شول….
روح یې ښاد…