چهارشنبه, فبروري 25, 2026
Homeخبرونهم.م. : په ۲۰۲۵ کې ۲ میلیونه او ۹۰۰ زره افغان کډوالو...

م.م. : په ۲۰۲۵ کې ۲ میلیونه او ۹۰۰ زره افغان کډوالو خپل هیواد ته ستانه شوي

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۶ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمیشنري او د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۷۸ میلیونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د شمېرو له مخې، نژدې ۱ میلیون او ۸۸ زره تنه له ایران او شاوخوا ۸۹۹ زره تنه له پاکستان څخه افغانستان ته داخل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې دا بهیر د ګاونډیو هېوادونو له لوري د جبري ایستنو او د کډوالۍ د محدودیتونو د سختېدو له امله رامنځته شوی دی. د راستنېدونکو له ډلې څخه ۲ میلیون او ۳۰۰ زره تنه بې اسناده او شاوخوا ۴۸۴ زره د اعتبار وړ اسناد لرونکي وو.

د کډوالو د ایستلو د اوج پر مهال، د جون او جولای په میاشتو کې، له ایران څخه د ورځنیو راستنېدونکو شمېر له ۳۰ تر ۴۰ زرو تنو ته رسېدلی و. ملګري ملتونه وايي چې دغه بې‌سارې راستنېدا د افغانستان په سرحدونو کې د کډوالو د منلو مرکزونه تر سخت فشار لاندې راوستي او د ثبت، لېږد او لومړنیو خدمتونو د وړاندې کولو بهیر یې له جدي ستونزو سره مخامخ کړی دی.

یو این ایچ سي آر یا د کډوالو لویه کمېشنري وايي چې د بشري مرستو له بنسټونو سره په همغږۍ یې د بیړنیو مرستو هڅې زیاتې کړې دي، خو د بودجې سخت کمښت دا معنا لري چې مرستې د ټولو اړو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی.

د ملګروملتو د کډوالو کمېشنري زیاتوي چې د سرپناه برابرول، خواړه، د معیشت ملاتړ، او د بېرته ادغام پروګرامونه د زیانمنو کډوالو لپاره له بیړنیو لومړیتوبونو څخه دي.

له بلې خوا اوچا خبرداری ورکړی چې د اوږدمهاله ملاتړ نشتوالی د زیانمن کېدو او ټولنیزې بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي. د دې ادارې په وینا، ښځې، نجونې او ماشومان د راستنېدونکو تر ټولو زیانمنې ډلې دي، او د ارزونو له مخې، نژدې درېیمه برخه راستنېدونکي ښځې او نجونې جوړوي.

همداراز، له ۱۷ کلونو څخه کم عمره ماشومان—په ځانګړي ډول بې‌سرپرسته یا له کورنیو جلا شوي ماشومان—بیړنۍ مرستې، د کورنۍ د غړو موندلو ملاتړ، او رواني–ټولنیزې پاملرنې ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي چې بې اسناده راستنېدونکي هم له اساسي خدمتونو او د معیشت د فرصتونو په شمول له جدي خنډونو سره مخامخ دي، چې دا وضعیت د هغوی کړاوونه لا زیاتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د بریتانیا په سالزبري کې د افغان کلتور یو ورځنی فستیوال

تاند (شتبه، د کب/ حوت ۲ مه) د بریتانیا سالزبري Salisbury ښار به د افغان کلتور او خوړو د یو ورځني فستیوال کوربه وي. دا...