چهارشنبه, فبروري 25, 2026
Homeخبرونهله لسو کلونو وروسته موندل شوی موبایل کار کوي

له لسو کلونو وروسته موندل شوی موبایل کار کوي

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۵ مه) د امریکا د اېریزونا ایالت د پرېسکاټ په سیمه کې په یوه دښته کې یو سامسونګ موبایل ټېلفون له څه باندې لسو کلونو وروسته وموندل شو چې لا هم سم کار کوي.

۸۴ کلنه مېرمن کېټي الکین (Katie Elkin) خپل کور ته نژدې په دښته کې ګرځېده چې ناڅاپه یې په شګو کې ښخ له دوړو ډک موبایل ولید. ټیلیفون خلاص و او شګې سپېه کړی و. په لومړي سر کې هغې فکر وکړ چې دا به خپل یوه ګاونډي ځوان ته ورکړي چې د زړو برقي وسایلو د راټولولو شوق لري، خو د تجسس له امله یې ټیلیفون کور ته یووړ.

کله چې کور ته ورسېده، هغې زاړه چارجرونه وپلټل او یو چارجر یې له ټیلیفون سره برابر شو. د حیرانتیا خبره دا وه چې ټیلیفون چارج کېدل پیل کړل. لږ وروسته چې ټیلیفون یې روښانه کړ، نو پوره فعال و.

کېټي د ټیلیفون (Samsung Gusto 2 flip) دننه د موجودو پیغامونو او اړیکو (تماسونو) له لارې د اصلي مالک د موندلو هڅه وکړه. د پلټنو په پایله کې معلومه شوه چې د ټیلیفون خاونده مېډي نومې مېرمن ده چې په یوه کافې کې کار کوي او د غرنیو مزلونو (هایېکینګ) شوق لري، او کورنۍ یې په شیکاګو کې اوسیږي. په ټیلیفون کې د میډي د پلار شمېره هم وه، کیټي (د ټېلفون موندونکې) له هغه سره اړیکه ونیوله او څو ورځې وروسته وتوانېده چې له مېډي سره مستقیمې خبرې وکړي.

مېډي دا واورېدل چې هغه ټیلیفون چې په ۲۰۱۵ کال کې په دښته کې د ګرځېدو پر مهال ترې ورک شوی و، اوس بېرته موندل شوی، ډېره حېرانه شوه. له سختې ګرمۍ، شګو او ناوړه موسمي شرایطو سره سره د ټیلیفون خوندي پاتې کېدل او بیا کار کول، یوه بې‌سارې او غیرمعمولي پېښه بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مورنیو ژبو ورځ او د پښتو نیمګړی عدالت

لیکوال: محمد خالد وردګ / لاس انجلیس، کلیفورنیا د فبرورۍ ۲۱مه د ملګرو ملتونو له خوا د مورنیو ژبو نړیواله ورځ نومول شوې ده. دا...