تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۶ مه) د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي، په کابل کې د ترکیې له شارژدافیر سادن آی یلدیز سره په کاتنه کې د روغتیا په برخه کې د همکاریو پر پراخولو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې نور جلال جلالي د ترکیې له دوامدارو مرستو مننه وکړه او د همکارۍ مهم لومړیتوبونه یې یاد کړل، چې پکې د افغان روغتیايي کارکوونکو روزنه، د هغو ماشومانو لپاره د طبي خدمتونو پراخول چې د زړه له مورزادي ناروغیو سره مخامخ دي، د ولسوالیو په کچه د روغتونونو جوړول او سمبالول، او په کابل کې د ماشومانو د عصبي جراحۍ (پېډیاټریک نیوروسرجري) د خدمتونو پیل او پیاوړتیا شامل دي.
وزیر همداراز د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره د ترکي درملو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د کیفیت معیارونه او مناسبه بیه باید حتماً تضمین شي.
سادن آی یلدیز د افغانستان د روغتیا سکتور د ملاتړ لپاره د ترکیې پر ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې انقره به د عامې روغتیا وزارت د اړتیاوو له مخې د تجهیزاتو او اسانتیاوو د برابرولو لپاره کار وکړي. هغه همدارنګه د اړینو طبي تجهیزاتو او سرچینو د مفصل لېست غوښتنه وکړه، تر څو راتلونکې همکارۍ اسانه شي.