Homeخبرونهد کاري فرصتونو برابرولو کمیټې تر ۱۶۶ زره زیات تازه راغلي بې...

د کاري فرصتونو برابرولو کمیټې تر ۱۶۶ زره زیات تازه راغلي بې روزګاره کډوال ثبت کړي

تاند ( چهارشنبه د کب – حوت ۶مه ) ‏‏د طالبانو د حکومت ویاند حمدالله فطرت تازه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې، د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کار فرصتونو برابرولو کمیټې تر دې دمه ۱۶۶ زره او ۷ ماهر او غیر ماهر راستنېدونکي راجستر کړي دي.

فطرت زیاته کړې چې، یاد کسان د کارموندنې په موخه د طالبانو د چارو ادارې عمومي ریاست ته معرفي شوي دی.

د فطرت په وینا، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶ زره او ۱۴۱ راستنېدونکو ته تخنیکي او مسلکي روزنه هم ورکړل شوې ده.

هغه زیاته کړه چې تر دې دمه د دوه زره راستنېدونکو لیست په مستقیم ډول په بېلابېلو دولتي څانګو کې د کارموندنې لپاره شریک شوي دي.

حمدالله فطرت دا هم وویل چې ۷۷۲ راستنېدونکي په صنعتي پارکونو کې استخدام شوي او د افغان کارګرانو بهر ته د لېږلو په پروسه کې د هغوی لپاره سهمیې ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له ایران او پاکستان څخه د افغان اتباعو د راستنېدو سره د کار فرصتونه کم شوي دي، چې له امله یې په هېواد کې د بې کاره خلکو شمېر زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۷۸ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د اوچا په وینا، شاوخوا ۱.۸۸ میلیونه له ایران څخه او نږدې ۸۹۹ زره له پاکستان څخه راغلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له قاضي امین وقاد سره کتنه| لعل پاچا ازمون

دا زما د ژوند کیسه ده، څلورم ټوک ناچاپ/ د ټاکنو له برخې څخه پر ملګری جنرال عاشق الله غریب چې په شپېتمو کالونو کې...