چهارشنبه, فبروري 25, 2026
Homeخبرونهازبکستان په افغانستان کې د درېیو نفتي حوزو سروې پیل کړه

ازبکستان په افغانستان کې د درېیو نفتي حوزو سروې پیل کړه

تاند ( چهارشنبه د کب – حوت ۶مه ) ‏‏ د ازبکستان د کانونو او جیولوژۍ وزارت وايي د دغه هېواد د جیولوژۍ شرکت په افغان-تاجک نفتي پوله د درېیو نفتي حوزو سروې پیل کړې ده.

یاد وزارت زیاتوي چې، د سروې چارې د محمدجان ډګر، شمر او احمداباد په نفتي بلاکونو کې روانې دي.

د مالوماتو له مخې دغه فعالیتونه د هایدروکاربني سرچینو ترڅنګ د اوسپنې او مسو د کانونو د موندلو په موخه کېږي.

د پروژې د رسمي پرانیستې مراسم پرون سې شنبې په ورځ د طالبانو د بلخ ولایت د اقتصادي چارو مرستیال والي مولوي نورالهدی ابو ادریس او د ازبکستاني شرکت عمومي رییس خایتبوی اومونوف په حضور کې ترسره شوي دي.

یاد وزارت وايي، چې شرکت د سپړنې جواز له طالبانو سره تر خبرو اترو وروسته ترلاسه کړی دی.

د طالبانو دکانونو وزارت د هایدروکاربن د برخې د سروې رییس عبدالخلیل حنفي په دې مراسمو کې وویل، چې د احمد اباد بلاک ۱۸۵۵ کیلومتره، محمد جان ډګر ۳۶۰۸ کیلومټره او شمر ۲۱۵۴ کیلومتره مساحت په بر کې نیسي.

دغه پروژه د هغې همکارۍ تړون له مخې عملي کېږي چې پخوا د ازبکستان د کانونو او جیولوژۍ وزارت او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ لاسلیک شوی و.

دواړو خواوو د جیولوژۍ او کانونو په سکتور کې د همکاریو د لا پراختیا ژمنه بیا تازه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې» علمي- څېړنيز سیمینار

 محمد آصف احمدزی ادبي راپورتاژ ماشومان که د مشرق که د مغرب دي د ژړا او د خندا انداز یې يو دی د افغانستان د علومو اکاډمي هر...