چهارشنبه, فبروري 25, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونههندي پانګوالو د افغانستان په ۶ برخو کې د پانګونې فرصتونو ته...

هندي پانګوالو د افغانستان په ۶ برخو کې د پانګونې فرصتونو ته لېوالتیا ښودلې

تاند ( چهارشنبه د کب – حوت ۶مه ) ‏د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان په یوه خبرپآڼه کې وایي چې، هندي پانګوالو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سره په ناسته کې د کانونو، کرنې، انرژۍ، ودانیزو چارو، درمل جوړونې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د یادې خونې په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د ګډو پروژو، پانګونو او د افغانستان او هند ترمنځ د دوه‌اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کاږي چې، هندي پانګوالو د کانونو، کرنې، انرژۍ، ودانیزو چارو، درمل جوړونې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د پانګونې فرصتونو د ارزونې یادونه کړې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ټینګار کړی، چې د بهرنیو پانګوالو د جلب، د سوداګرۍ د اسانتیاوو برابرولو او د پانګونې د خنډونو د کمولو لپاره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي، چې د پانګوالو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول او د خصوصي سکتور ملاتړ د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

د افغانستان او پاکستان د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د نوي ډیلي او کابل ترمنځ اړیکې ښې شوي او د طالبانو دریو وزیرانو دغه هېواد ته سفرونه وکړل او هندي سوداګرو په افغانستان کې د درملو په برخه کې د پانګونې ژمنې وکړې.

طالبانو له پاکستان نه د درملو پر وارداتو بندیز لګولی او د لارو د بندېدو له امله له تېرو څو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونه ترمنځ سوداګري او راشه درشه بنده ده.

بل لورته بیا تازه د یوه بل خبر له مخې ازبکستان او طالبانو هوکړه کړې چې د ترجیحي سوداګرۍ رژیم زر پلی کړي او دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې پنځه میلیارده ته ورسوي.

دغه پرېکړه د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشېد خواجه‌اف او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ترمنځ د ویډیویي کنفرانس په ترڅ کې شوې.

د خواجه‌اېف په وینا، په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري زیاته شوې ده.

نوموړي ویلي په تېرو پنځو کلونو کې د سوداګرۍ راکړه ورکړه دوه نیم برابره ، یانې په ۲۰۲۱ کال کې له ۶۵۳ میلیونه ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱،۶۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. له دې جملې شاوخوا ۱،۵ میلیارد ډالره د ازبکستان صادرات جوړوي.

د ازبکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، دواړو لوریو د منځنۍ مودې لپاره نوی هدف ټاکلی چې د سوداګرۍ حجم ۵ میلیارد ډالرو ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نن د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲ مه/ د فبرورۍ ۲۱ مه) د فبرورۍ میاشتې ۲۱ ورځ د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو په غوښتنه د...