Homeخبرونهمجاهد: دوی په کابل کې د امریکا او په واشنګټن کې د...

مجاهد: دوی په کابل کې د امریکا او په واشنګټن کې د افغانستان د سفارتونو د پرانیستلو غوښتنه کړې

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۶ مه) د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد، کابل ته د امریکایي پلاوي سفر ته په اشارې وویل چې د طالبانو چارواکو د ډونالډ ټرمپ له استازي سره په واشنګټن کې د طالبانو حکومت ته د افغانستان د سفارت د سپارلو په شمول په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

ښاغلي مجاهخد پرون (سې شنبې) د سعودي عربستان له العربیه شبکې سره په مرکه کې وویل چې له امریکایي چارواکو څخه یې غوښتنه کړې چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاري او همداراز، د امریکا سفارت په کابل کې بېرته پرانیزي.

مجاهد وویل چې طالبان د امریکایي پلاوي د ځواب په انتظار کې دي.

تېره اوونۍ، یو امریکایي پلاوی چې مشري یې د ډونالډ ټرمپ د برمته‌ نیوونکو چارو سلاکار، آدم بولر کوله، او د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل‌زاد، هم ورسره و، کابل ته سفر وکړ.

د دې سفر په تعقیب، طالبانو یو امریکایي برمته خوشي کړ. امریکایي پلاوي په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل، خو ځینې سرچینې وايي چې دا پلاوی له کابل څخه مخکې کندهار ته تللی و او هلته یې د ملا هبت‌الله اخوندزاده له نژدې کسانو سره لیدلي وو.

له دې سفر وروسته، امریکا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج‌الدین حقاني، او د حقاني شبکې د دوو غړو د نیولو لپاره ټاکل شوی انعام لغوه کړ.

ذبیح‌الله مجاهد د سراج الدین حقاني او د هغه د دوو نورو ملګرو پر سر د جایزې د لیري کېدو په اړه وویل چې د امریکا حکومت د جورج ګلزمن د خوشې کولو په غبرګون کې «ګامونه پورته کړي، چې پکې د اسلامي امارت د ځینو مشرانو د نیولو د جایزو لغوه کېدا شامله ده.»

د طالبانو ویاند د امریکا دا پرېکړه د اړیکو د ښه‌والي په لور یو مثبت ګام وباله.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د افغانستان سفارت باید په امریکا کې بېرته پرانیستل شي، ځکه چې سفارت افغان اتباعو ته د قونسلي خدماتو د وړاندې کولو په خاطر ضروري دی.

مجاهد همداراز په کابل کې د امریکا د سفارت د بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه او ویې ویل: «موږ هیله لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکاري د متقابلو ګټو پر بنسټ مطلوبې کچې ته ورسېږي.»

امریکا د۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه له وتلو سره سم په کابل کې خپل سفارت بند کړ. د دې هېواد ډیپلوماټان د افغانستان اړوند مسایل له قطر څخه څاري.

ذبیح‌الله مجاهد وویل چې امریکایي پلاوی د طالبانو له غوښتنو سره بېرته متحدو ایالتونو ته ستون شوی. هغه زیاته کړه چې طالبان د امریکا راتلونکي ګام ته سترګې په لار دي.

نوموړي ټینګار وکړ: «افغانستان چمتو دی چې ښې اړیکې ولري، او لکه څنګه چې مخکې مې وویل، موږ له ټولو هېوادونو، په ځانګړې ډول له متحدو ایالتونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو.»

متحدو ایالتونو د محمودشاه حبیبي، چې افغان- امریکایي وګړی دی او د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی رئیس پاته شوی، د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

سره له دې چې ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په شلمه له واک ترلاسه کولو وروسته د نړۍ له هیوادونو او سترو سازمانونو سهر د امرکیا مرستې تر ډېره ودرولې، خو ویل کېږي چې لا هم افغانستان ته هره اوونۍ لسګونه میلون ډالره رالیږي. ځینې کتونکي د امریکا دا مرستې د دې ښکارندويې بولې چې امریکا لا هم افغانستان ته اهمیت ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...