دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد بدخشان په واخان کې د ملي دسترخوان پیسې غلا شوي دي

د بدخشان په واخان کې د ملي دسترخوان پیسې غلا شوي دي

تاند (شنبه، د جدي ۲۰) د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې د ملي دسترخوان د پروګرام له پیسو څخه ۳۱۴ زره افغانۍ غلو وړي دي.

د یاد ولایت چارواکي وایي، چې د واخان ولسوالۍ د فطور کلي د ملي دسترخوان له بودیجي څخه ۳۱۴زره افغانۍ غلو وړې دي، چې په تور یې د یاد کلي د شورا رئیس او خزانه دار نیول شوي دي.
د چارواکو په خبره دغه پیسې د یاد کلي د شورا رئیس او خزانه دار ته ورکړل شوې وې، خو دوی وایي، چې پیسې ورڅخه د شپې په تیاره کې د وسله والو کسانو لخوا اخیستل شوي دي.

د بدخشان امنیتي چارواکي وایي، چې نیول شوي کسان اوس مهال تر پوښتنو لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب