جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدایکندي کې د پولیسو یو قومندان د سلاح پلورلو په تور ونیول...

دایکندي کې د پولیسو یو قومندان د سلاح پلورلو په تور ونیول شو

تاند(شنبه، د جدي ۲۰) د دایکندي ملي امنیت تاییدوي چې یو تن چې د ملي امنیتي ځواکونو وسلې او مهمات پر طالبانو پلورلې و ونیول شو.

سرچینه زیاتوي، له نیول شويو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوف، یو میل کمري وسله له درې شاجورونو او ۴۰ فیر تفنګچې مرمی، دوه پایه لپ ټاپ کمپیوټرونه، ۲۶۶ کلاشینکوف فیر مرمی، ۱۳ عدد هاوان فیر مرمی، نارنجک بمونه، یو میل نارنجک انداز بمونه، ۴ صوب پرتلې، ۸ دانې شاجورونه، ۵ دانې کمربند، یو پایه مخابره او یو عراده موټر لاس ته راغلي دي.

په همدې حال کې د دایکندي په امنیه قواماندانۍ کې یوه سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، د ملي امنیت ریاست د پاتو ولسوالۍ د امنیتي بلوک قوماندان پر طالبانو د وسلو د پیر او پلور په تور نیولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب