دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهافغان دولت له پاکستان څخه د ۷ افغان کان ‌کیندونکو د وژل...

افغان دولت له پاکستان څخه د ۷ افغان کان ‌کیندونکو د وژل کېدو سپیناوی غوښتی

تاند (شنبه، د جدي ۲۰) افغان دولت له پاکستان څخه د بلوچستان په مچ سيمه کې د (رامنځته شوې) هغې پېښې په اړه د هر اړخيزو څېړنو غوښتنه وکړه چې په پایله کې يې ۷ تنه افغان کان‌ کيندونکي ووژل شول.

د افغانستان ملي امنيت شورا په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ياده پېښه وحشیانه او تروريستي بللې او زياته کړې يې ده چې افغان حکومت د دې قضيې هر اړخيزه پلټنه او د عاملانو محاکمه غواړي.

په اعلاميه کې ويل شوي، «د افغانستان دولت به د خپلو۷ تنو شهيدو هېوادوالو دوسيې له ډيپلوماټيکو لارو تعقيبوي او د څېړنو په هدف حاضر دی څو په دې برخه کې د پاکستان له حکومت سره لازمه همکاري وکړي.»

په اعلاميه کې وړاندې راغلي «حکومت د شهیدانو له کورنیو سره په اړیکه کې دی او د هغوی له غوښتنې سره سم به يې له هوايي لارې د را انتقالولو او خاورو ته سپارلو امکانات برابر شي.»

د روانې جنورۍ په ۳مه د بلوچستان په مچ سيمه کې نامعلومو وسله ‌والو د کان ‌کيندونکو پر یوه کمپ حمله وکړه چې په ترڅ کې يې ۱۱ تنه کان‌ کيندونکي ووژل شول، چې ۷ یې افغانان وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب