Homeخبرونهلغمان کې د مالټې او لیمو ۳۷ جریبه بڼونه جوړ شوي

لغمان کې د مالټې او لیمو ۳۷ جریبه بڼونه جوړ شوي

تاند(شنبه، د جدې ۱۹) د کرنې وزارت وایي، د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې، د آسیایی پراختیا بانک، ADB په مرسته د لغمان ولایت په مهترلام ښار کې د مالټې او لیمو ۳۷ جریبه بڼونه جوړ کړي دي.

د کرنې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په لغمان کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د سکټوري پروژې «HVCDSP» مسوول غزیز الرحمان جبارخېل وایي چې د ۱۳۹۹یم کال په ترڅ کې یې په لغمان ولایت کې د سټروسو ۳۷ جریبه بڼونه جوړې کړي دي.

ښاغلی جبارخېل وویل: «دغه بڼونه چې ۱۵ جریبه یې د لیمو او ۲۲ جریبه نور یې د مالټې دي په سوداګریزه بڼه د مهترلام بڼوالو ته جوړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، په ۲۰۲۱م کال کې مو پلان دا دی، چې د لغمان ولایت په مهترلام ښار او قرغیو ولسوالۍ کې په ټولیزه توګه د سټروسو ۴۹ جریبه بڼونه او د خورماوو ۲۵ جریبه بڼونه جوړ کړو.

د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو بڼونو کې ۱۶ کسان کار کوي او د ورځې له پنځه تر لسو کسان په کې مزدوري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د لغمان د کرنې ریاست وايي چې په دې وروستیو کلونو کې یې د ۴.۵ زره جریبه بڼونه ایښي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...