دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته د وارداتي برېښنا د کموالي له امله له خلکو د...

افغانستان ته د وارداتي برېښنا د کموالي له امله له خلکو د شرکت غوښتنه

تاند (شنبه د جدي ۲۰) د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې ازبیکستان، افغانستان ته د خپلې برېښنا کچه له ۳۰۰ میګاواټو څخه ۱۵۰میګاواټو ته راښکته کړې ده.

دغه ادارې دغه راز ویلي تاجیکستان له ۹۰ میګاواټو څخه ۶۰ میګاواټو ته راښکته کړې ده.

د برېښنا شرکت له لوري نن شنبه په یوه خبرپاڼه کې راغلي، دا مهال کابل ښار ته ۶۵ مېګاواټه وارداتي برېښنا او ۱۰۵ مېګاواټه د کورنیو سرچېنو تولیدي برېښنا ورکول کیږي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، له همدې امله صنعتي پارکونه له برېښنا بې برخې دي او کابل او ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ تر سترګو کیږي.

سرچینې زیاته کړې، ویل کیږي چې د ازبیکستان برېښنا پنځو دستګاوو کې تخنیکي ستونزې رامنځته شوي، نو ځکه یې افغانستان ته د خپلې صادارتي برښنا کچه راټیټه کړې ده.

د افغانستان د برېښنا شرکت له هېوادوالو غوښتي چې د تخنیکي ستونزې تر حلېدو پورې دې د برېښنا لګښت کې سپما وکړي.

د یادونې وړ ده چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا د پلازمېنې کابل په ګډون د ګڼو ولایتونو برېښنا پرچا شوې چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب