Homeخبرونهولسمشر پنځو ولایتونو ته نوي والیان وټاکل

ولسمشر پنځو ولایتونو ته نوي والیان وټاکل

تاند، جمعه، د ثور ۲۶مه: د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي چې پنځو ولایتونو ته دوی د وړاندیز او د اشرف غني له لوري د منظوری په اساس نوي والیان وټاکل شول.

دغه ولایتونه، لوګر، زابل، غور، بامیان او دایکندي یاد شوي چې نوي والیان ورته ګومارل شوي دي.

د یادې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لوګر مخکېنی مرستيال والي تورن جنرال محمد نبي احمدزی د زابل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معين محمد اجمل شاه‌پور د لوګر، بريد جنرال نور محمد کوهنورد د غور، د دايکندي مخکېنی والي سيد انور رحمتي د باميان او محمد ضيا همدرد د دايکندي د والي په توګه ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ یو جوړجاړی لا هم ندی شوی خو ولسمشر خپلې ګمارنې بیرته پیل کړې دي.

څو ورځې وړاندې داسې اوازې وې چې ګواکې زر به د یوه جوړجاړي اعلان وکړي، خو اوس داسې اټکل کیږي چې لا هم یوه توافق ته نه دي رسیدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...