پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد مالیې وزارت د پالېسۍ معینې له دندې استعفی ورکړه

د مالیې وزارت د پالېسۍ معینې له دندې استعفی ورکړه

تاند، جمعه، د ټور ۲۶مه: د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیالې ناهید سرابي له خپلې دندې استعفی ورکړه.
نوموړې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا سخته پرېکړه یې د شخصي دلایلو له مخې کړې ده.

ناهید سرابي له دریو کالو راهیسې د مالیې وزارت د پالیسۍ معینه وه او د ۱۳۹۶ کال په اسد میاشت کې د ولسمشر په حکم مقرره شوې وه.
نوموړې د دهلي پوهنتون حقوقو پوهنځی لوستی او ماستري یې د امریکا له مشیګن پوهنتون څخه په اقتصادی ستراتیژۍ کې اخیستې ده.

ناهید سرابي تردې وړاندې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د پالیسۍ سلاکاره، د مالیې وزارت د پالیسۍ برخې سلاکاره، د ملي پراختیا شرکت د ستراتیژۍ رئیسه او ماليې وزارت د پالیسۍ معینیت کې د نظارت رئیسه هم پاتې شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب