پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: وروستي بریدونه داعش کړي دي، دا سولې ته د خنډ جوړولو...

خلیلزاد: وروستي بریدونه داعش کړي دي، دا سولې ته د خنډ جوړولو وخت نه دی

تاند، جمعه، د ثور ۲۶مه: که څه هم افغان حکومت د کابل اوننګرهار وروستیو بریدونو کې طالبان ښکیل بللي او پر دغه ډله یې د یرغلیزو عملیاتو د پیل اعلان کړی خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د امریکا معلومات دا دي چې د سې شنبې د کابل او ننګرهار خونړي بریدونه داعش ډلې کړي دي.

د سه شنبې په ورځ کابل پر یو ولادي روغتون او ننګرهار کې پر یوه جنازه برید طالبانو ردکړ خو دغه بریدونو کې لږ ترلږه ۲۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته او افغان حکومت وویل، طالبان د دغو بریدونو له مسوولیته نشي خلاصېدای.

اوس د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، داعش ډله د حکومت او طالبانو د جوړ جاړي مخالفه او غواړي د سولې پروسه په سیمه کې له ماتې سره مخامخ کړي: (( داعش په دغه ډول بریدونو غواړي چې افغانستان کې دعراق او سوریې په څېر فرقوي جګړه راوپاروي.))

نوموړي ادعا کړې چې داعش ډلې دغه ډول شریرو بریدونو ته پرلپسې شدیده لیوالتیا ښودلې او دا ډله اوس افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ دی.

خلیلزاد خبرداری ورکړی چې د داعش دام ته د لویدلو او د سولې د ځنډولو یا ورته د خنډونو جوړولو پر ځای افغانان باید سره راغونډ شي او دغه ګواښ ته دې ماتې ورکړي او د سولې تاریخي فرصت له لاسه ور نکړي: (( نورې پلمې نشته، افغانان او نړۍ تر دې د ښو مستحقه ده.))

دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو بریدونو له کبله افغان ولسمشر پر ترهګرو د یرغلیزو عملیاتو امر کړیدی، چې طالبانو او روسیې یې مخالفت کړی او تازه یې په اړه دا دی حامد کرزي او خلیلزادهم مخالفت ښودلی دی.

1 COMMENT

  1. ياره دا سړی په دومره بي شرمي سرره دا ادعا کوي چه دکابل او ننګرهار ترهګري حمله دعش کړي ده.
    خليلزاد ساحبه لورپه دوو ګتو نه پوټيږي داسي درواغ ووايه چه نوکی خو اشتباه ته نږدي وي، اوس خو يو افغان ماشوم هم په د پوهيږي چه دا حمله طالب کړي او بل چا نه.په د درواغو ستاسو دمخ رنګ که تغير نه کوي خو وجدان مو حتمي درته وايي چه څومره يو بي ترحمه شخصيت يي چه تاته اوس طالب پاک او دعش قاتل شو حال داچه دواړه ترهګر او دواړه يو طالب ده هسي دوه نومونه ورکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب