پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: طالبان فکر کوي چې د افغانستان الوتکې به بیا کباړ...

ولسمشر غني: طالبان فکر کوي چې د افغانستان الوتکې به بیا کباړ کې په ګاونډیانو خرڅې کړي

تاند، جمعه، د ثور ۲۶مه: وروسته له هغې چې طالبانو په ګردېز ښار کې د موټربم برید مسوولیت واخیست او دا یې افغان ولسمشر ته د هغه د وروستیو څرګندونو ځواب وباله، اوس ولسمشر غني قهر ښکاره کړی دی او ویلي یې دي د یرغلیزو عملیاتو امر یې د بې ثباتۍ د ختمولو لپاره ورکړی دی.

ولسمشر تېر مازیګر د کومانډو ځواکونو د قول اردو سرتېرو ته په وینا کې وویل، ترهګر د مخامخ جګړې توان نلري او بې ګناه ملکي وګړو او روغتونونو باندې بریدونه کوي: (( اوس د دې وخت رارسېدلی چې توره له تیکي راوباسئ او دښمن په کلکه وځپۍ.))

ولسمشر طالبانو ته په اشاره ویلي، دوی فکر کوي افغانستان به ورته ننواتې وکړي او بیا به دوی (طالبان) هم د افغانستان الوتکې په کباړ کې په ګاونډیانو خرڅې کړي: (( دوی په بل هیواد کې پراته دي او فکر کوي چې دا هیواد له سړیو خالي دی، رادې شي دا کمانډویان ټول زمریان دي.))

ولسمشر ویلي، له سولې نه شاته کېږي بلکې دا یې لومړی هدف دی،خو د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو به هیڅ ډول معامله ونشي.
ولسمشر دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې دسولې له هوکړې وروسته د طالبانو بریدونه زیات شوي او تر اوسه یې پر افغان ځواکونو له۳۷۰۰ زیات بریدونه کړي دي.

افغان حکومت د اوربند له پرله پسې غوښتنو وروسته پر طالبانو د یرغلیزو عملیاتو د پیل اعلان کړیدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب