فاطمه په آشپزخانه کې ناسته وه. له کړکۍ یې د انګړ خزان وهلي چنار ته کتل. یخ باد له نرۍ پردې دننه راتله، خو فاطمې نه حس کاوه. سترګې یې په یو ټکي کې ښخې وې، خو ذهن یې د یادونو په سمندر کې ډوب و. هغه وخت ورياد شو، چې د یوه عادي، خو باعزته ژوند څښتنه وه. وظیفه یې درلوده، خپل عاید یې درلود، خپلواکه وه، خوشحاله وه. د خپلو ماشومانو راتلونکي ته یې هیله منده وه، د هغوی لپاره یې پلانونه جوړول. د سهار له خوا به دفتر ته تلله، د کار تر څنګ به یې د ماشومانو ښېګڼې ته فکر کاوه. د ژوند کوچني خوښۍ ورسره وې، که څه هم ستونزې وې، خو دا پوهېدله چې مبارزه یې بې ګټې نه ده. خو ناڅاپه، هر څه بدل شول. کله چې د هېواد سیاسي وضعیت ناارامه شو، د ښځو پر کار بندیز ولګېد. فاطمې خپله وظیفه له لاسه ورکړه. دا یوازې د یوې دندې له لاسه ورکول نه و، بلکې د هغې ټول ژوند یې لهپهربل مخ واړاوه. له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شوه. نن دا هرڅه بیا د فاطمې سترګو ته ولاړ وو، او ارام ته یې نه پرېښودله، دې سر په دواړو لاسونو کې ونيوه، ویې ويل:
-کاش چې زما همدا يو د دندې غم وی.
دې ته هغه ورځې وريادې شوې چې د خپلو ماشومانو د مړې ګیډې او د ژوند د روان ساتلو لپاره یې له خپلو ټولو وړتیاوو کار اخیسته، خاوند یې پرې بل واده وکړ. دا تر ټولو ستر ګوزار و. د هغه سړي، چې ورسره یې د ژوند ټولې شېبې شریکې کړې وې، چې ورسره یې د ژوند تر پایه د ملګرتیا ژمنه کړې وه، د بلې ښځې لپاره خپله کورنۍ پرېښوده.
فاطمې ته د طلاق پاڼې وريادې شوې، ویې ويل:
-زه یوازې شوم.
ځان یې د یوې سرګردانه، بېملاتړه ښځې په توګه احساس کړ. یوې مور ته، چې د خپلو دوو ماشومانو سرپرستي ور تر غاړې وه.
فاطمې له ځان سره فکر وکړ او پرېکړه یې وکړه چې نن به خپله وروستۍ پریکړه کوي.
دې وخت کې د پخلنځي ور ورخلاص شو، کوچنۍ لور یې، چې له خوبه راویښه شوې وه، ورنږدې شوه. له کمزوري غږ سره یې وویلع:
-مورې، وږې یم.
فاطمې سر پورته کړ، د لور معصومې سترګې یې ولیدې، او زړه یې ونښت.
د پخلنځي میز ته یې وکتل. هیڅ نه و. یوازې تشي چاینکونه، څو وچې د ډوډۍ ټوټې، او د تېرو ورځو ناتمامې لوښي وو. فاطمې ته هغه ورځې وريادې شوې چې د ماشومانو لپاره به یې تازه مېوه، شیدې، او ښه خواړه راوړل. د هغوی خوشحاله مخونه، د کور له خوښیو ډکه فضا، د ژوند ساده، خو ارزښتمن نعمتونه وو. خو اوس یوازې لوږه وه، غمونه وو، او د ژوند بېرحمي وه. کوچنۍ بیا غږ وکړ:
-مورې!
د فاطمې ژبه وچه شوه، زړه یې دروند شو. نه یې غوښتل لور ته ووایي چې هیڅ نشته.
ځان یې ډېر ناتوانه احساس کړ، په دې وخت کې یې یو فکر یې ذهن ته راغئ، ویې ويل:
-زه نور دوام نهشم ورکولی، نور له دې ژونده تېره يم، په خپل لاس به خپل ځان وژونکي او له دې ژونده به ځان خلاص کړم.
له ځان سره یې پرېکړه وکړه او ویې ويل:
-د ژوند بېعدالتۍ، د ټولنې سخت دریځ، د ماشومانو غمجنه راتلونکې، د خلکو قضاوتونه، د خیانت زخم، د بېکاري بدمرغي، د یواځیتوب دروند بار—آیا دا ټول باید د ځان سره ختم کړم؟
ماشومې خپل کوچني لاسونه د دې په لمن کلک ونیول. فاطمې د خپلې لور معصومو سترګو ته وکتل. ساه بنده شوه، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. نور یې د یوازیتوب احساس نه درلود. ماشومان یې درلودل، هغوی اړتیا ورته درلوده.
هغې نهشوای کولی چې تسلیم شي.
فاطمې ژوره ساه واخیسته، خپله کوچنۍ یې بغل ته کش کړه.
د کړکۍ پرده یې بنده کړه، پرېکړه یې وکړه چې له ژوند سره مبارزې ته دوام ورکړي.
پای،