تاند【شنبه د حمل ـ وري ۱۶مه】د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ په ګډون د یاد سازمان کارپوهانو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ژر ودروي.
یادې ډلې چې د بشري حقونو او کډوالۍ برخې چارواکي پکې شامل دي، اندېښنه څرګنده کړې چې په زور د افغان کډوالو ایستل کولای شي د ژوند خطرونو سربېره جنسیتي او د ښځو او نجونو حقوق زیانمن کړي.
که څه هم ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم د افغان کډوالو د ایستلو لومړي پړاو کې له پاکستان د دغې لړۍ د ودرولو غوښتنه کړې وه، خو د پاکستان په پرېکړو کې یې بدلون نه دی راوستی.
ملګري ملتونه وايي، د پاکستان دا اقدام د کډوالۍ نړیوالو قوانینو او د یاد سازمان له دریځونو سره خلاف دی او غوښتنه کوي، چې پاکستان دې د افغان کډوالو اوږدمهالی کوربه توب وساتي.
دا غوښتنه داسې مهال کېږي، چې تازه پاکستاني پولیسو په خیبرپښتونخوا، پنجاب او کراچۍ کې د افغان تابعیت کارت لرونکو کډوالو د نیولو او جبري اخراج لړۍ چټکه پیل کړې ده.
د یادونې ده چې پاکستان د تېرې مارچ میاشتې ۳۱ مه په داوطلبانه توګه ACC کارت لرونکو افغانانو ته وخت ورکړی و چې له پاکستان ووځي،خو د یادې مودې له پوره کېدو سره سم یاد هېواد د افغان کډوالو د نیولو او اخراج پراخ عملیات پیل کړي دي.
پوښتنه دا ده چې دا د بې غیرته زامن په پاکستان کې کوي څه؟ هر درې میاشتې وروسته یې د سپي په کونه ننباسي لاکن دوی شرم نه لري. اوس خو په افغانستان کې نه شورویان شته نه پخواني شرابخواره کمونستان واک کې دي نه امریکایان واک کې دي. طالب خرکوس په واک کې دی، ضرور نه ده چې هر څوک سیاست کې ګوتې ووهي. را دې شي خپل وطن ته، هلته چې کار کوي هماغه کارونه دې په خپل وطن کې وکړي.
هر څوک چې ددې لړۍ د درولو غوښتنه کوي د افغانستان دوښمن دی. دا ټول باید راوباسي او بیرته یې هیڅ پرینږدي. پاکستان د افغانانو په سر تجارت شروع کړی لږ زور پرې واچوي او بیا د نړیوالو پیسې اخلي. همدې افغانانو پاکستان ته د تجارت موقع پلاس ورکړې. بیغیرتو په څومره شرمناک ډول یې راوشړلئ او سبا بیا ټیټې سترګې ورخوشې یاست د افغان نوم مو وشرماوه. ټول باید د بین المللي قوانینو مطابق په حیا او عزت راوباسي او بیا یې هیڅ پرینږدي چې په پاکستان کې ووسیږي.