تاند (شنبه، د وري/ حمل ۱۶ مه) ساینسپوهانو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغوی د نړۍ تر ټولو کوچنی د زړه د ضربان اله (پېسمېکر) جوړه کړې ده.
دغه موقتي آله، چې د زړه د ضربان د تنظیم لپاره کارول کېږي، او حتی د وریجې لتر دانې هم کوچنۍ ده، د پېچکارۍ له لارې بدن ته اچول کېږي، د رڼا (نور) په وسیله کنټرولېږي، او کله چې خپل کار پای ته ورسوي، نو په طبیعي ډول د بدن دننه حل کېږي.
څېړونکو د دې وسیلې جوړېدا د طبابت په برخه کې «یو انقلابي پرمختګ» بللی، او ویلي یې دي چې دا به د ژوندپوهنې (بیولوژۍ) په نورو برخو کې پراخو نوښتونو ته لاره هواره کړي.
اوسمهال په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک د زړه د ضربان دايمي آلې کاروي، هغه وسایل چې د برېښنایي شاکونو (پالسونو) په لېږلو سره د زړه ضربان منظم ساتي.
خو د امریکا د ساینسپوهانو په مشرۍ یو نړیوال څېړنیز ټیم وايي، د دې موقتي الې د جوړولو هدف دا دی چې د هغو ماشومانو (شاوخوا یو سلنه) مرسته وکړي چې د زیږون پر مهال یې د زړه جوړښت سم نه وي او د عملیاتو په لومړۍ اوونۍ کې د زړه ضربان جوړوونکې آلې ته اړتیا پیدا کوي.
دا آله همداراز د هغو لویانو لپاره هم ګټوره ده چې د زړه له جراحۍ وروسته د رغېدو په حال کې وي او د څه مودې لپاره د زړه نظم ته اړتیا لري.
د موقتي پېسمېکر لپاره د جراحي پای؟
اوس مهال، د زړه د ضربان موقتي آلې جراحي ته اړتیا لري څو الکترودي سیمونه د زړه عضلې ته وتړل شي او بیا له یوه بهرنۍ آلې سره وصل شي. دا سیمونه چې کله د ناروغ له رغېدو وروسته ایستل کېږي، نو ځینې وختونه دا عمل جدي زیانونه اړوي.
د بېلګې په توګه، نیل آرمسټرانګ ـ هغه لومړی انسان چې پر سپوږمۍ یې ګام کېښود ـ په ۲۰۱۲ کال کې د خپل موقتي پېسمېکر د ایستلو پر مهال د داخلي وینې بهېدنې (خونریزي) له امله وفات شو.
خو نوې وسیله بېسیمه (وایرلېس) ده، چې یوازې ۱ میلیمتر ضخامت او ۳.۵ میلیمتر اوږدوالی لري، او په اسانۍ د پیچکارۍ د ستنې په نوک کې ځایېږي.
جالبه دا ده چې دا آله د خپلې دندې له بشپړولو وروسته، په طبیعي ډول په بدن کې دننه حل کېږي، او نور د هغې د ایستلو لپاره جراحۍ ته اړتیا نه پاتېږي.
ځیرک فعالیت د رڼا او د بدن د حجرو له لارې
دا آله د ناروغ په سینه پوري نښلول کېږي. کله چې درک کړي چې د ناروغ د زړه ضربان نامنظم شوی، نو په اوتومات ډول رڼا لیږي څو آله فعاله کړي او مناسب ضربان برابر کړي.
د آلې برېښنا د یوه خاص ګلوانیک حجرې (ګالواني سل) له خوا برابرېږي، چې د بدن د مایعاتو په وسیله کیمیاوي انرژي په برېښنايي پالس بدلوي.
تر اوسه دا ټکنالوژي د مختلفو ازمایښتونو پر مهال ــ پر موږکانو، خنځیرانو، سپیو او آن د انساني زړه پر نسج (د لابراتوار په شرایطو کې) ــ بریالۍ ثابته شوې ده.
جان راجرز، چې د دې څېړنې مشر لیکوال دی او د امریکا له نارتویسټرن پوهنتون سره تړاو لري، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي:
«زموږ اټکل دا دی چې د زړه د ضربان دا اله به په راتلونکو دوو یا دریو کلونو کې پر انسانانو وازمایل شي.»
هغه دا هم ویلي چې د دوی لابراتوار یو تخصصي شرکت جوړ کړی، څو دا ټکنالوژي تجارتي کړي.
ښاغلي راجرز زیاته کړه:
«دا ټکنالوژي په ټولنه کې د روغتیايي ننګونو لپاره نوې ستراتیژۍ وړاندې کولی شي.»
د دې آلې په اړه د څېړنې پایلې پرون په «نیچر» علمي مجله کې خپرې شوې.