تاند【شنبه د حمل ـ وري ۱۶مه】پاکستانۍ رسنۍ په خپلو راپورونو کې وايي، چې د کراچۍ ښار سیمه ییزو امنیتي ادارو ته د ۱۶ زره افغان کډوالو د نیولو او جبري اخراج امر شوی دی.
یادو ادارو دا لړۍ پیل کړې هم ده.
د معلوماتو له مخې دغه ۱۶ زره کسان د (ACC) کارت لرونکي دي، چې تر دا مهاله شاوخوا ۲۰۰ د دغه کارت لرونکي کډوال نیول شوي دي.
کراچۍ کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو د عملیاتو چټکوالی داسې مهال پیلېږي، چې تازه د ملګرو ملتونو کارپوهانو ډلې له دغه هېواد غوښتي، چې په جبري ډول د افغانانو د اخراج لړۍ ودروي.
له پاکستان د افغان تابیعت کارت لرونکو د ایستلو پلان د ناقانونه بهرنیانو د ستنولو د پلان (IFRP) برخه ده، چې د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د پاکستان حکومت پیل کړی دی.
بل لورته د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي آسیا مرستیال بابو رام پانت هم ویلي، هغه افغانان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي، په ځانګړي ډول ښځې، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، هنرمندان او پخواني چارواکي له جدي خطر سره مخ دي او ټینګار کوي چې پاکستان باید د دوی جبري اخراج بند کړي.
پاکستان د تېرې مارچ میاشتې ۳۱ مه په خپله خوښه ACC کارت لرونکو افغانانو ته وخت ورکړ، چې له پاکستان ووځي، چې د یاد مودې له پوره کېدو سره سم پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او اخراج پراخ عملیات پیل کړي دي.
تازه پاکستانۍ رسنۍ وایي په راولپنډۍ کې د افغان کارت لرونکو کډوالو نیول پيل شوي او نږدې ۵۰ نیولي کسان یې د کډوالو کمپ ته لېږدولي دي.
سرچینو ویلي چې د دې کسانو له نیول کېدو وروسته یې کورنۍ هم له کورونو ویستل شوي او د کډوالو کمپ ته وړل شوې دي.
د معلوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې ۸۰۰ زره هغه افغانان اوسېږي، چې افغان سټیزن کارت لري، خو د پاکستان حکومت وایي چې اوس دا کډوال غیرقانوني ګڼل کېږي.