تاند【شنبه د حمل ـ وري ۱۶مه】د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا د هېوادونو مشرانو په خپله لومړنۍ غونډه کې افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغو هېوادونو په دغه برخه کې یې د افغانانو پر ملاتړ ټینګار کړی.
تر غونډې وروسته په یوه ګډه خبرپاڼه کې د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونه افغانستان کې د یوه داسې ټولګډونه حکومت رامنځته کېدو لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار کړی چې د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو حقونو ته د درناوي ترڅنګ، له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي او خپلې نړیوالې ژمني عملي کړي.
دا ټینګار داسې مهال کېږي چې اوسمهال په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې دي او یواځې د یوې ډلې حکومت بلل کېږي.
د نظر خاوندان وایي پر افغانستان اوسني حاکم نظام کې یواځې د طالبانو ملاتړي برخه لري او د تېر جمهوریت کسان تر سخت فشار لاندې دي.
د طالبانو اوسنی نظام په تېرو څلورو کلونو کې هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، چې لامل یې د نظام سخت محدودیتونه او نور ته لکه،په عصري زده کړو سنبال ځوانانو او پېغلو ته په بېلابېلو برهو کې د ونډې نه ورکول او پر ښځو سخت محدودیتونه یادېږي.