جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا اعلي وزیر وايي، د ده حکومت افغان کډوال نه باسي

د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر وايي، د ده حکومت افغان کډوال نه باسي

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۱۶ مه) د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر علي امین ګنډاپور ویلي چې د هغه حکومت به افغان کډوال په زور و نه باسي.

نوموړي دا څرګندونې په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته وکړې او ویې ویل:
«که یو افغان دا غواړي چې په خپله خوښه بېرته ستنیږي، موږ به ورسره مرسته وکړو، خو هیڅوک به په نه ایستل کېږي.»

هغه ټینګار وکړ چې د سیمې دایمي سوله د افغانستان له ثبات پرته ناشونې ده. ده زیاته کړه؛ «د پاکستان اوسنۍ بې‌ثباتي زموږ د هغو ناکامو تګلارو نتیجه ده، چې خلک یې دې ته اړ کړل چې وسلې پورته کړي.»

 د ایکسپریس نیوز د راپور له مخې، ګنډاپور وویل چې د اعتماد بیا رغول او په افغانستان او قبایلي سیمو کې د سولې تأمینول د سیمې د ثبات لپاره ډېر مهم دي.

د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر یادونه وکړه:«موږ به زور نه کاروو. نه به صوبايي پولیس او نه هم اداره څوک وباسي، بلکې موږ به د هغو لپاره کمپونه جوړ کړو چې غواړي په خپله خوښه بېرته ستانه شي.»

ګنډاپور پر فدرالي حکومت نیوکه هم وکړه او ویې ویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره خبرې پر مخ وړي، خو د افغان کډوالو په اړه فدرالي پالیسي له بنسټه ستونزمنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...