Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان؛ پاکستان دې د کډوالو د اېستلو پلان لغوه...

د بښنې نړیوال سازمان؛ پاکستان دې د کډوالو د اېستلو پلان لغوه کړئ

تاند【شنبه د حمل ـ وري ۱۶مه】سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه کمپاین کې له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو پلان لغوه کړي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې دا کمپاین یې پاکستان کې په ناقانونه توګه د ایستلو له ګواښ سره د مخ شویو افغانانو د غږ پورته کولو، د دوی د بشري حقونو د دفاع او په بېړنۍ توګه د جبري ستنولو بهیر درولو لپاره د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه پيل کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي آسیا مرستیال بابو رام پانت زیاته کړې، هغه افغانان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي، په ځانګړي ډول ښځې، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، هنرمندان او پخواني چارواکي له جدي خطر سره مخ دي او ټینګار کوي چې پاکستان باید د دوی جبري اخراج بند کړي.

پاکستان د تېرې مارچ میاشتې ۳۱ مه په خپله خوښه ACC کارت لرونکو افغانانو ته وخت ورکړ، چې له پاکستان ووځي، چې د یاد مودې له پوره کېدو سره سم پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او اخراج پراخ عملیات پیل کړي دي.

تازه پاکستانۍ رسنۍ وایي په راولپنډۍ کې د افغان کارت لرونکو کډوالو نیول پيل شوي او نږدې ۵۰ نیولي کسان یې د کډوالو کمپ ته لېږدولي دي.

سرچینو ویلي چې د دې کسانو له نیول کېدو وروسته یې کورنۍ هم له کورونو ویستل شوي او د کډوالو کمپ ته وړل شوې دي.

د معلوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې ۸۰۰ زره هغه افغانان اوسېږي، چې افغان سټیزن کارت لري، خو د پاکستان حکومت وایي چې اوس دا کډوال غیرقانوني ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...