تاند【شنبه د حمل ـ وري ۱۶مه】هرات ولایت ځایي سرچینې وایي، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هرات ته تللی او د ټاپي پروژې له چارو یې لیدنه کړې.
له کانونو وزیر سره په دې سفر کې هرات کې د طالبانو والي ملا نور احمد اسلام جار، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال حیات الله مهاجر فراهي او د ترکمنستان لوړ پوړی پلاوي هم ملتیا درلوده.
سرچینه زیاتويو چې د ټاپي پروژې چارې د افغانستان په خاوره کې پیل له وړاندې پیل شوي، تر اوسه د افغانستان په خاوره کې د دغې نللیکې د غځونې چارې ۱۱ کیلومټره مخته تللي دي.
ټاپي پروژه چې اقتصاد پوهان یې د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهمه پروژه بولي، د سیمي اقتصادي همکاریو پراختیا کې حیاتي رول لري، د دې پروژې کارونه تېر کال پیل شول.
ټاپي (TAPI) نللیکه، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، او هندوستان ترمنځ د طبیعي ګازو د انتقال لپاره پلان شوې، یو مهم سیمهییز پروژه ده.
د معلوماتو له مخې دا نللیکه به هر کال ۳۳ میلیارده مکعب متره ګاز له ترکمنستان څخه هندوستان ته انتقال کړي، چې شاوخوا ۱،۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
د دې پروژې موخه د انرژۍ اړتیاوې پوره کول، اقتصادي پرمختګ ته وده ورکول، او سیمهییز اتصال ته پراختیا ورکول دي.