تاند (شنبه، د وري/ حمل ۱۶مه) د ایران د ګمرکونو د ادارې (IRICA) رئیس وايي چې ایران د ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۲۰مې څخه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر ۱۸مې پورې، افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت غیرنفتې توکي صادر کړي دي.
فروُد عسګري وویل، چې افغانستان د دې یوولس میاشتني راپور په موده کې د ایران پنځم ستر صادراتي بازار و.
د فبرورۍ په ۲۱مه، د ایران او افغانستان د مرکزي بانکونو رئیسان د روسیې په یِکاترینبورګ ښار کې د بانکي ټکنالوژۍ د یوې ناستې په څنډه کې سره ولیدل څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیسو او بانکي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.
د ایران مرکزي بانک رئیس، محمدرضا فرزین، او د افغانستان د بانک رئیس، نور احمد آغا، ټینګار وکړ چې د مالي همکاریو پراخول به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مرسته وکړي.
همداراز، د تیر میلادي کال په اکتوبر کې، د ایران او افغانستان د بندرونو او سمندري چارو مسوولانو په چابهار بندر کې د افغان خصوصي سکتور لپاره د پانګونې فرصتونه وڅېړل.
په دې ناسته کې، چې د سیستان او بلوچستان ولایت د بندرونو او سمندري چارو د ریاست عمومي رئیس، د ولایت والی، یو شمېر وکیلان او د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ګډون کړی وو، افغان لوري ته د چابهار بندر د همکاریو فرصتونه معرفي او ارزول شول.
قاسم عسکرينسب، چې د سیستان او بلوچستان د بندرونو او سمندري چارو رئیس دی، د افغان حکومت د پانګونې د غوښتنې هرکلی وکړ او افغان لوري ته یې د چابهار بندر د شهید بهشتي بندري تاسیسات او ظرفیتونه ور وپېژندل.
عسکرينسب زیاته کړه چې د افغان لوري پانګونه به نه یوازې افغانستان ته د ازادو اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړي، بلکې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې به پیاوړې او د سیمې د ترانزیټ بهیر پراخ کړي.
نوموړي افغان پانګوالو ته وړاندیز وکړ چې د چابهار بندر لپاره د څو منظوره ترمینل د جوړولو په برخه کې هم پانګونه وکړي څو د توکو او کانټینرونو انتقال نور هم اسانه شي.
په همدې حال کې، د تیر کال په اګست کې، د افغانستان د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، په کابل کې له یوه ایراني تجارتي پلاوي سره په ناسته کې وویل چې افغانستان غواړي د کانونو د استخراج، د لمریزې برېښنا د تولید، او د ریللارې د پراختیا په برخو کې ایراني پانګوال جذب کړي.
د ایران پلاوي هم وړاندیز وکړ چې له افغانستان سره یو ځانګړی ګډ صنعتي زون جوړ کړي.
ملا برادر زیاته کړه چې په افغانستان کې اوس د پانګونې لپاره ښه شرایط برابر شوي او اړوند وزارتونه او ادارې به له پانګوالو سره نژدې همکاري وکړي.
د اقتصاد او سوداګرۍ استازو په ګډون ایراني پلاوي، د افغانستان د سوداګرۍ له سرپرست وزیر، حاجي نورالدین عزیزي، سره هم جلا وکتل. هغوی وړاندیز وکړ چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ یو ګډ اقتصادي ـ کانکي زون جوړ شي.
په هغه وخت کې، په افغانستان کې د ایران تجارتي مستشار وویل چې د افغانستان په بازارونو کې د ایران د حضور د پیاوړتیا لپاره، باید د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نوې بڼې غوره کړي.
حسین روستايي، چې دا څرګندونې یې د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، معادنو او کرنې د خونې (ICCIMA) له لوري د افغانستان د بازار د فرصتونو او ننګونو په غونډه کې وکړې، زیاته کړه چې افغانستان له نورو هېوادونو څخه د خپلو اړتیاوو شاوخوا ۸۰ سلنه واردوي، چې د دې وارداتو ۲۵ سلنه یې یوازې له ایرانه کیږي.
هغه وویل: «افغانستان ته د روان کال (ایراني لمریز کال) د لومړیو څلورو میاشتو (د مارچ له ۲۰ د جولای تر ۲۱ پورې) کې د ۷۲۴ میلیون ډالرو څخه ډېر صادرات شوي، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي.»
روستايي زیاته کړه، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ملي امنیت او مرکزي حکومت ټینګښت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ شرایط ښه کړي دي.