سه شنبه, جون 18, 2024
Home+په دې ورځ چې ګوارا په ارجنټاین کې وزېږېد

په دې ورځ چې ګوارا په ارجنټاین کې وزېږېد

تاند(جون ۱۴مه) چې ګورارا د ۱۹۲۸ ع کال د جون په څوارلسمه نېټه د ارجنټاین په روزاریو ښار کې وزېږېد. په زلمیتوب کې په کوردویا ښار کې اوسېده.پوهنتون یې د ارجنټاین په پلازنه بوینس ایرس کې د طب په څانګه ولوست.

په ۱۹۵۱ م کال یې د طب له پوهنځي د سند له ترلاسه کولو وروسته د لاتینې امریکا په هیوادونو کې سفر پیل کړ.دې سفر څو میاشتې دوام وکړ.ده د دې سی د هیوادونو د خلکو ستونزې او سختۍ په خپلو سترګو ولیدلې.

ارنستوچې ګوارا په ۱۹۵۵ ع کال په مکسیکو سیټي ښار کې له فیډل کاسترو سره ولیدل.

ارنستو یو له هغودوه اتیا کسانو څخه وو چې په ۱۹۵۶ ع کال له فیدل کاسترو سره کیوبا ته لاړاو یوازې دولس تنه یې واتوانېدل چې بېرته ستانه شي.

له دې وروسته چې ګوارا د کیوبا د ولسمشرفول خونسیو باتیستا د رژیم پرضد ،چې د امریکا له ملاتړه برخمن وو، چریکي جنګ پیل کړ.دا جګړه بالاخره د باتیستا په ماته تمامه شوه.نوموړی مخکې تر دې چې کاسترو ، چې ګوارا او نور ملګري یې هاوانا ته ننوځي ، وتښتېد او دومینکو جمهوریت ته یې پناه یووړه.

خو چې ګوارا په کیوبا اکتفا ونه کړه.له دې هیواده د خپلو عقایدو لپاره د مبارزې لپاره لومړی کانګو ته لاړ بیا بولوویا ته لاړ او هلته یې چریکي جګړه پیل کړه.خود بولوویا پوځ ژوندی ونیوه اوادعا کېږي چې تر وهلو ټکولو لاندې مړ شو.

۵۵ کاله پخوا د ۱۹۶۷ ع کال د اکتوبر په نهمه (۹) د بولویا پوځیانو په «چې ګوارا» مشهور «ارنستو رافایل دولاسرنا» ونیوه او یوه ورځ وروسته د اکتوبر په نهمه یې په بې رحمانه ډول وواژه.

1 COMMENT

  1. زه د یو پراخ نظر خاوند یم ( د انسانیت او دیانت او افغانیت ) په درو واړو سنګرونو کی د رسالت احساس لرم.
    د شوروی په وړاندی د افغان د رښتینو مبارزینو سره د مینی تر څنګ می د استعمار او امپریالیزم سره د مبارزینو په وړاندی هم مینه درلودلی ده.
    چی ګوارا او د هغه وسله واله مبارزه او د هغه فکر می هم خوښ ؤ. د ظلم او استبداد په وړاندی د هر مبارز مبارزه د ستایلو وړ ده.
    ارنستو رافائل چی ګوارا سره لدی چی یو مارکسیسټ او دین ناباوره کس ؤ خو کله چی ئی د شپیتمی لسیزی په لومړنیو کی د سورئې هیواد ته د سفر په ترڅ کی د دمشق په مسجد اموی کی د سلطان صلاح الدین ایوبی د قبر لیدنی ته ورغی نو د ډیرو سالمو او منصفو روشنفکرانو ( خصوصاً مسلمانو روشنفکرانو) پاملرنه ئی ځانته ور واړوَله. چی ګوارا همهلته په مختصر مجلس کی وویل چی د صلیبی جګړو اروپائی سردمدارانو په مذهبی انګیزه نه بلکه په استعماری او استحماری انګیزه د اروپا بینوا او وږی لښکری د شام سیمی ته را ولیږلی څو په اروپا کی د وږو او ځپلو پرګنو د ښورښ او بغاوت څخه ځان خوندی کړی بناً صلاح الدین ایوبی د یو رښتینی مدافع پتوګه د ستائنی وړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب