سه شنبه, جولای 23, 2024
Homeادبژبه او لیکدودمعياري ژبه/ څېړنيار سيدنظيم سيدي

معياري ژبه/ څېړنيار سيدنظيم سيدي

په ژبپوهنې کې يوه روښانه او واضيح قاعده ده، چې کابو د نړۍ ټولو ژبو لپاره د منښتې او تطبيق وړ ده؛ په دې معنا ژبپوهان وايي، چې د نړۍ ټولې ژبې له څلورو برخو څخه رغېدلي يا جوړې شوي دي، چې لومړۍ برخه يې پنځه ويشت سلنه نويزونه يا نيولوګيزم دى، پنځه ويشت سلنه زړيزونه يا زاړه لغات دي، پنځه ويشت سلنه پور وييونه يا قرضه لغات دي او پاتې پنځه ويشت سلنه ګړدودونه يا لهجې دي، چې د معيار ژبه هم همدغې ژبې ته وايي.

په دې کې شک نه شته، چې د نړۍ هره ژبه کابو په لسګونو او سلګونو لهجې لري؛ خو کله چې د معيار خبره رامنځته کېږي؛ نو د هرې ژبې ويونکي او ليکوال اړ دي، چې پرته له کوم دليل يا لاسوند څخه هغه ومني او ويې ليکي. د بېلابېلو څېړنو له مخې پښتو هم کابو تر يو سلو پنځه ويشت او يو سلو شپږ ويشت پورې لهجې لري، چې په ټوليزه توګه يې په څلورو برخو ډلبندي کړي، چې ختيزه، لويديزه، سويلي او مرکزي لهجې دي، چې هره يوه بيا د اړتيا په کچه په معياري ژبه کې شاملې دي؛ نو د ژبپوهانو په وينا که چېرې په يوه ژبه کې له پورته څلورو برخو څخه هره يوه برخه زياته يا کمه شي؛ نو يوه ژبه له معيار څخه باسي او موږ بيا هغې ژبې ته معياري ژبه نه شو ويلاى، البته تر پنځه سلنې پورې زياتوالى او کموالى طبيعي خبره ده؛ خو تر دې بايد زيات نه وي.

دغه راز ژبپوهان دا خبره هم وايي، که چېرې په يوه ژبه کې لهجه تر پنځه څلوېښت سلنې واوړي؛ نو د نړيوالو معيارونو له مخې هغې لهجې ته موږ لهجه نه شو ويلاى؛ بلکې هغه اوس ځانګړې ژبه ده، چې کولاى شي په جلا توګه خپلې ګرامرې قاعدې او ارونه ولري؛ خو کورنۍ به يې هرومرو يوه وي. اوس د دې لپاره، چې معياري ژبه په سمه توګه وپېژنو او هغه کسان، چې معياري ژبه تر پښو لاندې کوي او يا په يوې بڼه نه يوې بڼې يې له خپلې لارې بې لارۍ ته بيايي، اړينه ده چې په اړه يې څو لنډې خبرې په لاندې توګه وړاندې کړو:

د معياري ژبې د خرابوالي او ګډوډۍ يو لوى لامل بې مسووليته او ځينې ازاد ليکوال دي، په دې معنا هغه ليکوال، چې په رسمي او اکاډميکو موسسو کې کار کوي او سروکار يې له ليکنې او څېړنې سره دى؛ نو د څېړنې د آرونو ترڅنګ اړ دى، چې د معياري ژبې آرونه هم په جدي توګه په پام کې ونيسي؛ ځکه که چېرې ځينې خبرې په خپله تبه او يا هم د خپلې سيمې له لهجې سره سمې په پام کې ونيسي؛ نو لارښود استاد او يا هم هغه علمي بورد، چې د همداسې مسايلو لپاره ګومارل شوى، سم له واره په هغو ځايونو نيوکې کوي، چې هغه د لهجې او يا هم د ليکوال د ذوق تابع شوى دى او بېرته هغه معيار ور په ګوته کوي، چې د لسګونو کسانو د پرېکړې او علمي لاسوند پر منطق رامنځته شوى دى؛ خو ځينې ازاد ليکوال بيا ډېر ځله له دغو پاټکونو څخه په امن وي او هر هغه ډول ليک يې، چې زړه وغواړي هغه کاږي؛ ځکه د ياد کس د نيوکې او يا هم د کړي کار د ردېدلو لپاره يې داسې څوک نه شته، چې د هغه له وېرې يې په تول تللى برابر کړي او همدا لامل دى، چې ډېر ځله د نويزونو په برخه کې خپلسرۍ هم ليدل کېږي، چې له بده مرغه ډېر ځله يې ژبه د ملنډو او … خوا ته بيولې ده، چې ښه بېلګه يې شرنګ سوټى، ژغ دبلى او… نور دي.

پر دې سربېره يو شمېر وګړي يا داسې ليکوال هم شته، چې د يوې ژبې په صرف، نحوې او په ټوله کې يې په پښويې نه پوهېږي او نه ورته د ځينو وييونو وينګ معلوم دى؛ نو د دې لپاره، چې ځانته يې ځينې اسانتياوې رامنځته کړې وي يا يو ويې ناسم تلفظوي او يا هم د هغه پر ځاى له ځانه او يا د خپلې سيمې يو ويې راوړي، چې دا کار هم معياري ژبې ته زيان رسوي، دا سمه ده، چې د سيمې وييونه بايد راټول شي؛ خو هغه ځانته پړاوو او کار لري، چې هغه ته لهجوي قاموس وايي او د لهجوي قاموس دنده هم همدا ده، چې د يوې سيمې ټول وييونه سره راټول او خوندي کړي.

دغه راز د معيار په خرابوالي کې د ځينو نورو ژبو لغات هم ډېر رول لري، په دې معنا موږ ډېر ځله د پور وييونو د سلنې په برخه کې ځينې وييونه له نورو ژبو څخه خپلې ژبې ته راولو؛ خو له بده مرغه په ډېرى مواردو کې موږ د ياد ويي وينګ لکه څنګه چې په لومړنۍ ژبه کې دى نه شو کولاى او هغه په بل ډول تلفظ کوو او يا هم هڅه کوو، چې د خپلې ژبې پښويې له مخې هغه ته داسې بڼه ورکړو، چې هغه تلفظ کړاى شو، دا سمه ده چې له دويمې ژبې څخه لومړۍ ژبې ته د وييونو راتګ هم يوه قاعده لري، چې يوه قاعده يې هم همدا ده، که چېرې تلفظ يې ستونزمن وي؛ نو بڼه دې ورته بدله شي؛ خو دا په دې معنا هم نه ده، چې منځپانګې ته يې پام ونشي؛ ځکه ډېر ځله د ډېرو لغاتو د بڼو بدلون ياد ويي ته نوې او نا سمه معنا ورکوي، چې له بده مرغه په پښتو کې هم موږ داسې بېلګې خورا زياتې پيدا کولاى شو، د ساري په ډول »معلوم«، چې له عربي ژبې څخه راغلى وى او نن سبا پښتو شوى؛ خو ځينې ليکوال د دې لپاره چې د »ع« غږ سم نه شي تلفظ کولاى نو ياد تورى يې ترې غورځولى او د »مالوم« په بڼه يې ليکي، چې دې کار د ياد ويي منځپانګې ته خورا ډېر زيان ور اړولى او مالوم په حقيقت کې يوه ډېره خرابه او ناسمه معنا لري. همداسې معنى، مانا، يعنې، يانې او داسې نور هم در واخله.

بله خبره، چې معيار ته زيان رسوي او ډېر ځله معيار خرابوي هغه ژباړه ده، په دې معنا ځينې ليکوال يا نيمه ليکوال په بله ژبه کې يو مطلب، کتاب او يا هم رساله ولولي، خوښه يې شي او په زړه يې کينې د دې لپاره، چې دغه اثر يې له نورو سره هم شريک کړى وي او خپله ټولنه يې ترې برخمنه کړې وي؛ نو سم له واره يې ژباړې ته مټې راونغاړي. دا سمه ده چې ژباړه اړينه خبره ده او په نړۍ کې به داسې ژبه نه وي، چې د نورو ژبو اثار ورته نه وي را ژباړل شوي او ډېر ځله ژباړه موږ له نړۍ څخه خبروي او دا چې له امله يې څومره پرمختګ راځي د هغه خو پوښتنه مه کوه؛ خو دلته موږ په هغې ژباړې خبرې کوو، چې يا په دې وخت کې ورته اړتيا نه وي او يا هم آر متن ته يې زيان رسولى وي او تر ټولو مهمه په کې دا، چې ډېر ځله ژباړه معياري نه وي او د خپلسرو لغاتو په کې کمى نه وي؛ نو داسې ژباړه يوې ژبې ته د اسانۍ پر ځاى نورې ستونزې هم زېږوي؛ په دې معنا چې له يوې خوا پرې ولس نه پوهېږي او د لوستلو پر وخت يې اړ دى، چې له ځان سره سيند هم ولري او له بلې خوا د هغه چا مخه يې ونيوله، چې هغه رښتيا هم په ژباړه کې نوم لري او هر هغه اړين متن، چې د نړۍ په نورو ژبو کې ليکل شوى او زموږ ژبې ته پرې ډېر څه ترلاسه کېږي مخه ونيوله؛ ځکه زموږ ټولنه لا په دې پړاو کې نه ده، چې څو کسان يو متن وژباړي.

بله خبره، چې معيار ته ډېر زيان رسوي هغه له ځانه نومونې دي، په دې معنا ځينې خلک په ځينو ځناورو، الوتونکو او يا هم د يو مسلک پورې اړوندو اصطلاحګانو باندې له ځانه نوم ږدي او داسې نوم پرې ږدي، چې لا ټولنه ورسره نه وي بلده. که چېرې څوک د يو ځناور او يا يو مسلک د اصطلاح لپاره نوې نومونه کوي هغه اړ دى، چې هماغه نومونه له اړوند ارګانونو، چې اکاډمي او يا دې ته ورته واک لرونکې موسسې دي، سره شريکې کړي او د هغوى له نظره يې تېر کړي، چې که چېرې د منځپانګې له پلوه يې کومه ستونزه نه لرله؛ نو بيا کولاى شي، چې خپله نومونه وکاروي؛ خو په دې شرط، چې په لومړيو کې به ورسره خپل اصلي نوم او يا لږ تر لږه لږه تشريح ورسره ليکي، ترڅو چې د ولس غوږونه ورسره اشنا شي.

په هر حال دا او دې ته ورته خورا ډېرې ستونزې د معيار په ژبه کې شته، چې د ټولو په جدي توګه په پام کې ساتل په کار دي او هر هغه څوک، چې د معيار هماغه څلور برخې، چې په لومړي سر کې يې يادونه وشوه او هغه پرېکړې، چې د واک لرونکو مراجعو له خوا شوي د خپلې ليکنې پر مهال په پام کې ونيسي؛ نو بې له شکه د هغه نثر او پيغام تر ډېرو کلونو پورې پاتې کېدلاى شي او خلک يې هم خوښوي؛ خو هغه خلک، چې دې خبرو ته ډېر پام نه کوي او غواړي، چې يا خپله لهجه او يا هم خپل ځينې نور ملحوظات په خپلو ليکنو کې ځاى کړي؛ نو نه يوازې وروسته به يې څوک نثر ونه لولي، بلکې په خپل مهال کې هم د خپلو ليکنو مينه وال او لوستونکي پيدا کولاى نشي، چې يو ليکوال لپاره تر دې بله لويه ضايع او زيان نه شته.

2 COMMENTS

  1. ښه به دا وای چې دې لیکنه کې د هر وړاندیز او یا نیوکې په مهال بېلګې وړاندې شوی وای. که بېلګې وړاندې نه شي، څوک نه پوهیږي چې لیکوال څه غواړي.

  2. پدی وروستیو کی زمونږ هیواد وال د پښتو پرځای له اردو تورو نه کار اخلی او
    داسی نا آشنا کلیمی لیکی چی د سړی سر نه پری خلاصیږی. پداسی حال کی چی پښتو د نژدی اویا میلیونو خلکو ژبه ده او خپله ځانګړی الف بی سی لری. املایی غلطی خو بی حسابه دی . مثلا ډیر ښه پرځای ډیر خه یا ډیر شه لیکی. د پوښتنی پر ځای فوختنه د پوهی پرځای فوهه د پسرلی پرځای سپرلی ، د نارینه او ښځینه پر ځای زنانه او مردانه لیکی د ږلی پرځای ژلی او د ږیرې پرځای ژیره لیکی . کیدای شی زمونږ ځوانانو او راتلونکو نسلونو ته املا هم ور وښودل شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب