پوهندوی آصف بهاند
په افغانستان کې تر شپـږم ټولگي پورته د نجونو ښوونځیو پر بندېدو باندې زرورځې واوښتې. اټکل کېـږي چې د افغانانو د نوي نسل د یوې برخې (نجونو) درې میلیارده درسي ساعتونه ضایع شول او له دې سره سم له لوست نه د راگرځول شوي نسل درې میلیارده علمي ــ هنري هیلې هم خاورې ایرې شوې. د دې په اړخ کې به څومره استعدادونه او لیاقتونه ځپل شوي او وژل شوي وي چې د دې وطن له لاسه تللې معنوي شتمني شمېرل کېـږي.
زموږ هرڅه بېمثال دي، یو هم همدا د نجونو د ښوونځیو د بندولو قضیه ده چې تر اوسه مو د خپل نوي نسل درمیلیونه درسي ساعتونه ضایع کړل او د درې میلیونه هیلو د خاورې کولو تر څنگه مو په زرگونو استعدادونو ووژل او ډېر نوښتونه مو په نطفه کې خنثی کړل، همدا زموږ بېساریتوب دی.
څو ورځې کېـږي چې د افغان نجونو د تړلو ښوونځیو موضوع باندې میډیا بیا بحثونه تاوده کړي دي. د افغان نوي نسل د ژوند او زدکړو د وخت پر ضایع کېدو باندې بحثونه روان دي. بيبيسي پښتو او تاند ویبپاڼو داسې رپوټونه خپاره کړي دي چې د افغان نجونو پرمخ د ښونځیو پر تړلو باندې زر ورځې تېرې شوې او د ملگرو ملتونو د یونیسف ادارې د اټکل له مخې، په میلیاردونو درسي ساعتونه ضایع شول. د بيبيسي په یورپوټ کې په دې باب داسې راغلي دي:
«د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونسیف) افغانستان کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځې د “غم او اندېښنې” موده بللې ده.
د یونسیف اجرائیوي مشرې ‘کاترین رسل’ نن (پنجشنبه د جون ۱۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې زر ورځې له زدکړو محرومېدل په دې مانا دي، چې د افغان نجونو د زدکړې ۳ میلیارد ساعتونه ضایع شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د زدکړو له بهیره د یو نیم میلیون نجونو “سیستماتیک” ایستل نه یوازې د دوی د زدکړو له حقه څرګنده سرغړونه ده، بلکې د فرصتونو له لاسه وتلو او رواني روغتیا خرابېدو لامل هم ګرځي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي “د ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو حقونه، سیاست لپاره نشي یرغمل کېدای. د دوی ژوند، راتلونکی، هیلې، او خوبونه په انډول کې نغښتي دي.”
د یونسیف مشرې خبرداری ورکړی، چې دغه بندیزونه یوازې نجونې هم نه اغېزمنوي، بلکې روان بشري کړکېچ لاپسې سختوي او د افغانستان اقتصاد او د پرمختګ مسیر ته جدي ناوړه پایلې لري.
د یادونې ده چې افغانستان وار له مخه له پراخ بشري کړکېچ سره مخ دی او میلیونونه وګړي یې دمګړۍ پر نړیوالو بشري مرستو پايي.
یونسیف د هغو نړیوالو سازمانونو په ډله کې دی، چې په افغانستان کې اړمنو خلکو، په ځانګړې توګه ماشومانو لپاره د زدکړې، روغتیا او خوړو په ګډون بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.
د دغه سازمان مشره وايي، له خپلو شریکانو سره یې په افغانستان کې ۲ اعشاره ۷ میلیون ماشومانو ته د لومړنیو زدکړو او شپږ سوه زره نورو ته چې دوه پر درېیمه برخه یې نجونې دي، کلیوالي ټولګیو کې د زدکړو فرصت برابر کړی دی…»
تر شپـږم ټولگي پورته له ښوونخي څخه د نجونو د منعه کولو پلویانو ته په هره ژبه چې وویل شول او له هر ادرس او له هر نظر څخه چې استدلال ورسره وشو، دوی ونه منله. اوس په افغانستان کې د نجونو د تعلیم ستونزه په داسې ناسور زخم اوښتې ده چې د علاج لاره یې هم له طبیبانو ورکه ده او هم له پوهانو څخه.
خلک ډېر ناهیلي دي. دغه لاندې څو لنډې جملې د یوه چیزفهمه قلموال د ناهیلۍ وروستی برید ښیي:
«په وړه ژبه يې وویل:
غوالم ډاکتله شم، مالمه شم.
ما ویل، څنګه درته ووايم چې دا ارمانونه په شپږم ټولګي نه پوره کیږي، په زړه کې دې ښخ کړه.
هسې هم زموږ کوچني زړونه د لویو لویو آرمانونو ډلییز قبرونه دي.»
په ټولنه کې د خلکو هرقشر او هرصنف د ښوونځیو د پرانستلو غوښتنه وکړه، خو له پیل نه تر اوسه د حاکمانو ځواب داسې گونگ دی چې خلکو نه یې لارې ورکې کړې دي او لکه د چا خبره په تورو نخودو پسې یې لېـږلي دي. خو اوس هم خلک وایي چې یوه ورځ به خامخا د نجونو ښوونځي پرانستل کېږي.
ښوونځي ته د نجونو د تگ هیلې او د یوه ښونکي خاطره چې د زدهکونکو او ښونکو تجربې ښه انځور پهکې شوی دی. محمدالله مسعود چې عملاً ښونکی دی، داسې لیکلي دي:
«اونۍ وړاندې مې په کلي کې د جونو دریم ټولګی پیل کړ. په اوله ورځ مې له درسونو وروسته د دوی خاطرې هم واوریدې . د ژمني رخصتیو خوږې او ترخې کیسې یې راسره شریکې کړې . دوی د مکتب په شروع کولو ډیرې خوشالې وې. د دغه خواږه زیري د شیبو عکاسي ځینو جونو دومره ښکلې او جالبه راخیستې وه ، چې زه یې بل ډول حیران کړمه . یوې جینۍ ووې: ماښام چې خبره شوم ، اول مې په مینه، مینه د مکتب لوښي سمبال کړل. بیا مې په نورو جونو زیری وکړ. بلې ووې: په ما باندې شپه دومره ستره شوه ، چې هېڅ سبا کېده نه. دې ته مې بېړه وه ، چې کله به اوس مکتب ته ځم ؟ بلې ووې: زه سخته پسې خپه شوې وم. معلم نه مې هم پوښتنه کوله چې مکتب کله شروع کېږي؟ او زه دا هیله هم لرم چې نورو جینکیو مکتبونه هم شروع شي.
ما په اوله کې دوی ته ووې چې؛ تاسو د دویم ټولګي په اړه هم وغږیږئ. او بل به د دریم ټولګي په اړه نظر ورکوئ. دا فعالیت هم وشو. بیا مې د املا، رسم او خط ارزیابي هم ترې واخیسته. دوی ته مې ووې چې دا ستاسو د دریم ټولګي د سر کارونه دي. دا بیا د میاشتې د اخېر له کارونو سره ګورو، بس چې هر چا له دې اولې ورځې نه ښه کار کړی و ، نو تشویقېږي به. که تاسو هم یو ټولګی نوی پیلوی نو ؛ مهمه دا ده چې اول سر کې یې لنډه ارزیابي اخلئ. دا ډیرې ګټې لري. ځینې هلکان / جونې داسې وي چې پرمختګ یې کړی وي ، اما دوی ته یې مالومات نه کېږي. نو که موږ د دوی له حساب، املا، وینا، رسم یا خط څخه عکس یا ثبت اخیستی وي ؛ نو دوی په اسانه قانع کولای او تشویقولی شو.»
ترشپـږم ټولگي پورته د نجونو د ښوونځیو نه پرانستل کېدلو له ستونزې سره اوس افغانان عادت شوي دي. پر ځینو خلکو د ناهیلۍ څپې غالبې دي او ځینې اوس هم هیلې څرگندوي چې بری به د خلکو په نصیب وي، یوه ورځ به راشي چې دا تړلي ښوونځی پرانستل شي، د افغانستان د نوي نسل د هیلو ډیوې به بلې شي او تیارې لارې به رڼا کړي.
پوهندوی صاحب سلام
موږ عجیبه قوم یو . نوم نه اخلم یو لیکوال ما تل تشویق کاوه دملت او هېواد په هکله مې منصفانه داخلاص خواخوږګی ورسره کوله خو هغه په نشته پوهه او تکراری ګونګسیو کې دومره کلانکاری وکړه چې حد نه لری اوحتی سلام یې بې ځوابه پرېښود!
مچ چې وزر وکړی خپل ځان ورکوی!
په هرحال خبره داده چې دغه شمیره ته همدې اربابانو ته واستوه او دصفرونو دشمیر پوښتنه ورڅخه وکړه چې دوی رښتیا دملیارد په تعریف اوصفرونو پوهیږی او که نه؟
داکشمکش او په دې شکل نور داوخته پلان شوې پټې وعاملی دی چې ان دعمران خان خبرو کې راڅرګندې شوی.
پوښتنه داده چې ملت ولې پټه خوله دخیر په غوڼډۍ ناست دی؟