Homeخبرونهد کرکټ نړیوال جام – د پاکستان هیلي په نهیلۍ بدلې شوې

د کرکټ نړیوال جام – د پاکستان هیلي په نهیلۍ بدلې شوې

تاند (جمعه، د جوزا ۲۵ مه) د باران د اورېدو له کبله د امریکا او آیرلنډ مسابقه لغوه شوه. امریکا او هند له اې ګروپ څخه د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته ووتل.

لکه څرنګه چې د هوا پېژندنې ادارو پرون وړاندوینه کړې وه چې نن به د امریکا او ایرلنډ د مسابقې په مهال شدید باران واوري، هماغسي وشول.

د امریکا او آیرلنډ مسابقه بیخي لغوه شوه او دواړو تیمونو یو – یو امتیاز ترلاسه کړ.

د امریکا امتیازونه ۵ شول او که پاکستان خپله یوه پاته سیالي وهم ګټي، امتیازونه به یې څلور شي او په دې توګه بل پړاو ته له وتلو بیا هم پاته دی.

امریکا له هند وروسته د اې ګروپ د دوهمې لوبډلې په توګه د ۸ غوره ټیمونو پړاو ته ووته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...