سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهقرغیزستان ۱۵ تنه د داعش د غړیتوب په تور ونیول

قرغیزستان ۱۵ تنه د داعش د غړیتوب په تور ونیول

تاند (جمعه، د جوزا ۲۵ مه) قرغیزستان د جمعې په ورځ وویل چې د اسلامي دولت ډلې ۱۵ شکمن ملاتړي یې نیولي دي.
د دې ډلې په اړه په مسکو کې د مارچ د میاشتې له حملې وروسته د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې اندېښنې زیاتې شوي دي.
د قرغیزستان استخباراتو (امنیتي ادارې) په یوه بیان کې ویلي، “د ملي امنیت دولتي کمېټې د یوې پټې افراطي ډلې غړي، چې غړيو یې په فعاله توګه د داعش ایډیالوژۍ ته وده ورکوله، نیولي دي.
” استخباراتي ادارې وویل، “په ټولیز ډول، په پلازمینه بشکیک او د هیواد په شاوخوا کې 15 کسان نیول شوي،”
دې ادارې همداراز وویل چې د دې ډلې یو مشر په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې د غړیو تر لارښوونو لاندې کار کاوه.
د داعش څانګه د ملګرو ملتونو له خوا “په افغانستان او منځنۍ اسیا کې تر ټولو لوی تروریستي ګواښ” ګڼل کېږي او د منځنۍ اسیا د هغو هېوادونو لپاره یو له مهمو امنیتي ننګونو څخه ده چې له افغانستان سره پوله لري.

قرغیزستان یو سیکولر هیواد دی چې د وګړو اکثریت یې مسلمان دی خو په وروستیو کلونو کې په ځلونو د دغه هیواد په جنوب کې د سختدریځو د نیولو خبرونه ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته امنیتي وضعیت ښه شوی، خو داعش د بریدونو ادعاوو ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب