سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهد جرمني څارنوالانو د رحمانیانو په اړه پلټنې ودرولې

د جرمني څارنوالانو د رحمانیانو په اړه پلټنې ودرولې

تاند (شنبه، د جوزا ۲۶ مه) وروسته له دې چې د جرمني څارنوالانو د یوه پخواني افغان سیاستوال اجمل رحماني د املاکو د معاملو په اړه خپلې څېړنې ودرولې، رجماني وویل چې دې پرېکړې د امریکا د حکومت د ادعا پر ضد د ده عریضه پیاوړې کړې ده.

د (OCCRP) یا د منظمو جرمونو او فساد د راپور ورکولو پروژې د راپور له مخې، رحماني د برېښنالیک له لارې د پوښتنو په ځواب کې وویل: «موږ ډاډه یوو چې د متحدوایالتونو محکمه به — د جرمني چارواکو په څیر — سمه پریکړه وکړي، یعنی موږ به له ټولو تورونو څخه معاف کړي.”

د دسمبر په میاشت کې، د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت پر رحماني او د هغه پر پلار بندیزونه ولګول او دوی یې په “نړیوال فساد” تورن کړل. رحمانیانو د جنورۍ په 31 د بندیزونو خلاف عریضه وکړه.

په ورته وخت کې، د شتوتګارت د عامه څارنوالۍ دفتر په جرمني کې د املاکو د معاملو په تړاو د پیسو مینځلو احتمالي جرمونه څیړي.

رحماني د جرمني په دغه ښار کې د څه باندې 200 میلیون ډالرو ملکیتونه لري. څارنوالانو په دې اوونۍ کې وویل چې دوی د امریکايي چارواکو له خوا د “کره شواهدو” د نشتوالي له امله تحقیقات لغوه کړي دي.

په داسې حال کې چې څارنوالانو د خپلو څېړنو د هدف په اړه څه ونه ویل، خو رحماني وویل، د ده او په ده پوري د تړلو کسانو په اړه د څېړنو د لغوه کېدو د پرېکړې هرکلی کوي.

رحماني OCCRP ته وویل: «موږ خوشاله شوو خو حیران نه وو ځکه پوهیږو چې موږ هیڅ غلط کار نه دی کړی، او د تحقیقاتو بندیدو دا ثابته کړه.»

د امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو په خبرتیا کې رحماني او د هغه پلار تورن کړي چې د رشوت په زور یې ځانونه د افغانستان ولسي جرګې ته رسولي وو. مشر رحماني د ۲۰۲۱ د اګست تر پنځلسمې پورې د افغانستان د ولسي جرګې ريیس و.

د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت دا هم ادعا کړې چې دواړو رحمانیانو د افغانستان د تېلو په بازار کې د لاسوهنې په یوه طرحه کې لاس درلود چې پر اساس یې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د تېلو په اخیستلو کې د متحدوایالتونو له پیسو څخه ناوړه ګټه اخیستې ده.

په خپله دعوه کې، رحمانیان د سیاسي فساد تورونه ردوي او «په ښکاره ډول د تیلو د تدارکاتو په فساد کې هر ډول لاسوهنه ردوي.»

داسې بریښي چې د جرمني څارنوالانو لږ تر لږه د متحده ایالاتو د تورونو په اړه تحقیقات کړي دي.

د شتوتګارت د عامه څارنوالۍ دفتر وویل چې دوی په ټول جرمني کې د هغو قیمتي املاکو په لټه کې دي چې ادعا کېږي د افغانستان د جګړې په جریان کې د متحده ایالاتو د اردو او ناټو لپاره په لوژستیکي قراردادونو کې په وهل شویو پیسو جوړ شوي وي.

مګر څارنوالانو په دې اوونۍ کې وویل چې په دې تړاو له امریکا څخه ترلاسه شوي معلومات کافي نه و.

3 COMMENTS

  1. زما په آند دا کار ښائي دوه لامله ولري:

    ۱ – رحمانیانو جرمنی که سلګونه میلونه ډالره سرمایه په کار اچولې دوي ځینو پروژو کې حتی جرمنی دولت سره په ګډه پېسی لګولي دي، چې طبعأ دا کار د هغه هېواد په ګټه ده، نو ښائي له همدی وجهې د جرمنی څارنوالانو د هغه هېواد مفاداتو ته په کتو خپل پلټنې درولې وي .

    ۲- همدارنګه داسی هم امکان لري چې رحمانیانو به د پیسو په زور څارنوالان دې ته اړ کړې وې چې له پلټنو نه لاس په سر شي ، غربي هېوادنو کې پیسې تور په سپین او سپین په تور بدلولې شي.

    څو موده مخکې عمران په نامه جرمنی کې میشت یو افغان ژورنالیست چې د رحمانیانو د شتمنیو په باره کې هغه هیواد رسنیو کې یوه څیړنیز مقاله خپره کړې و ، رحمانیانو د هغه پر ضد څو تنه د جرمنی لمړي کچې مدافع وکیلان استخدام او هغه زړه وړ ژورنالیست یې چې غیر له حقیقت ویلو بل کوم ګناه نده کړې ، د پیسو او قوي وکیلانو په زور محکمې ته کش کړې .

    نن سبا پیسې هرڅه کولې شي او دا خبره چې د جرمنی څارنوالانو د رحمانیانو د شتمنیو په هکله خپل پلټنې درولې دي هیڅ د تعجب خبره نده.

  2. زیړګل وروره د تبصری سره دیی همغږی یم.
    کیدای شی د امریکا کوم لوړ رتبه چارواکی هم د رحمانیانو سره لاس ولری.
    رحمانیان باید پدی وپوهیږی چه د مظلومو او عاجزو افغانانو حق هیڅوک نشی خوړلی.
    پدی مه خوشحالیږه چه غربیانو ستا غلا او محاکمه خاموشه کړه.ستا د غلا محاکمه او فیصله به په خپل وخت افغانان کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب