یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+هیرا منډي څه شی دی او اصلي کیسه یې څه ده؟ 

هیرا منډي څه شی دی او اصلي کیسه یې څه ده؟ 

داود جبارخیل

د پاکستان د لاهور ښار د بد لمنو بازار، چې ځايي خلک یې «بازار حسن» بولي، په تنګو کوڅو کې نیمه شپه ده، خو ورځ پیل شوې ده. په داسې حال کې چې نوره نړۍ خوب کوي، په هیرا منډي کې دوکانونه سینګار شوي، په هوا کې نرمه موسیقي غږیږي، نجونې، چې ښکلې جامې اغوستې، په آرچ بالکوني کې ولاړې دي او د دوی اجنټان پیرودونکو ته ‘غوره معامله’ وړاندې کوي.

دې ډول ځایونو ته په لوېدیځو هیوادونو کې د سرو حراغونو مېنه وايي، دا د سویلي آسیا د سرو څراغونو ټول اړخونه لري، سیمه د ګلانوله  پلورنځیو څخه ډکه ده. دلته دوی دی چې مشتریان هغو ښځو ته چې په نڅا یا فحشا کې ښکیل دي ګلونه وروړل شي. د مغلو د واکمنۍ پر مهال دا سیمه د موسیقۍ او نڅاګرانو مرکز و.

هغه وخت فحاشي نه وه. خو د هيرا منډي د يوه سندرغاړي ګوګي بټ په وينا د دغه مارکېټ اصلي بڼه خرابه شوې ده.

بټ وايي، پخوا دا سيمه د هنرمندانو مرکز و، خو اوس يې د ښايست يادونه کېږي.

د دې بازار اوسېدونکې روبینا اوس شاوخوا پنځوس کلنه ده، د هغې په وینا، هغه یو وخت مشهوره نڅاګره وه اوس یې د فحاشۍ مسلک اختیار کړی دی. دا وايي، اوس دلته یو څوک نڅاګر نور نشته.

د مغلو په دوره کې په 16 پیړۍ کې، د هند په مختلفو ښارونو کې د هیرامنډي په څیر سیمې د اشرافو لپاره د دودیزو نڅاوو او د نڅاوو د محفلونو د تنظیم کولو مرکز و.

پاچاهانو به خپل زامن دې ډول ځایونو ته لېږل چې د اشرافو آداب ور زده کړي. په هرصورت، برصغیر ته د ختیځ هند شرکت له راتګ راهیسې، خو اوس د نڅاګرو او فاحشو ترمنځ توپیر تقریبا له منځه تللی دی. سیکس او ​​نڅا له یو بل سره تړلي دي.

ندیم عمر، چې په لاهور کې د نېشنل کالج آف آرټس سره تعلق لري، وايي چې د هیرا منډي رول له بریتانیايي واکمنۍ وروسته بدل شو. بریتایايي واکمنانو دا ځای د خپلو سرتیرو لپاره د فحاشۍ په اډه بدله کړه چې لا هم دا د فحشا مرکز دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب