Homeخبرونهد دیموکرات ګوند استازو بایډن په دې وستایه چې له نوماندۍ تېر...

د دیموکرات ګوند استازو بایډن په دې وستایه چې له نوماندۍ تېر شو

تاند (دوشنبه، د جوزا ۱ مه) د دیموکرات ګوند یو شمیر مخکښو شخصیتونو له ټاکنیزو سیالیو څخه د جو بایډن د وتلو ستاینه وکړه.

د متحدوایالتونو پخواني ولسمشر بیل کلنټن او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن په یوه ګډه اعلامیه ویلي چې دوی په دې ویاړي چې د کاملا هریس په ملاتړ کې له جو بایډن سره یوځای کېږي.

په بیان کې ویل شوي چې دوی د ډونالډ ټرمپ د واک له بیا ترلاسه کولو پرته نور د امریکا په اړه هیڅ اندیښنه نه لري.

هیلري کلنټن د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند نومانده وه خو ډونالډ ټرمپ په خورا لږ توپیر ماته ورکړه.

د متحدوایالتونو د استازو جرګې پخوانۍ رییسې او د ډیموکراتیک ګوند یوې مخکښې مشره نانسي پلوسي، هم جو بایډن د “امریکا په تاریخ کې ترټولو مهم ولسمشر” بللی او لیکلي یې دي چې هغه د یو “هیوادپال” امریکایي په توګه تل د هیواد ګټو ته لومړیتوب ورکړی دی.

د سناجرګې د دیموکراتانو مشر سناتور چک شومر، ښاغلی بایډن یو “لوی ولسمشر” او په ورته وخت کې یو “په زړه پورې انسان” بللی چې د خپل هیواد د خپل ګوند او د امریکا د راتلونکې ګټې یې په لومړي سر کې ساتلي دي.

خو د سنا جرګې د دیموکراتانو د مشر سناتور چاک شومر په شمول ګڼ شمېر دیموکراتانو له کاندیداتورۍ څخه د ښاغلي بایډن د تېرېدو په اړه په لومړني عکس العمل کې د هغه د مرستیالې کاملا هاریس ملاتړ اعلان نه کړ.

رویټرز خبري اژانس د یوې خبرې سرچینې په حواله ویلي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ناڅاپه د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په اړه خپل فکر بدل کړی دی.

د دغه راپور له مخې، ښاغلي بایډن پلان درلود چې د شنبې تر شپې پورې په دې سیالۍ کې پاتې شي، خو د یکشنبې په ورځ پر ځايي وخت په ۱۳:۴۵ بجو یې د خپل ټیم ​​لوړپوړو غړو ته اعلان وکړ چې له ټاکنو څخه به ځان وباسي.

د دې سرچینې په وینا، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د امریکا ولسمشر دغه خبر په داسي حال کې اعلان کړ چې ټوخول یې.

ښاغلي بایډن په ځانګړي ډول د استازو جرګې پخوانۍ رییسې نانسي پلوسي ته “په غوسه” و هغې له انتخاباتي سیالۍ څخه د بایډن د وتلو لپاره کمپاین تنظیم کړی و.

د نانسي پلوسي په شان ګڼ نور دیموکراتان دې باور ته رسیدلي و چې بایډن له ټرمپ ]حخ انتخابات نه شي ګټلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...