Homeخبرونهد فرانکفورت پېښې له امله افغانانو ته د پاکستان د دفاع وزیر...

د فرانکفورت پېښې له امله افغانانو ته د پاکستان د دفاع وزیر سپکاوی

تاند ( دوشنبه، د زمري لومړۍ) د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د جرمني په فرانکفورت کې د پاکستان پر کونسلګرۍ د برید له امله افغانانو ته سپکاوی کړی.

هغه تور پورې کړی، چې په دې برید کې افغانانو لاس درلود.

پاکستاني وزیر له دې امله افغانان « احسان فراموشه» ګڼلي دي.

د جرمني په فرانکفورت ښار کې د پاکستان د کونسلګرۍ مخته له مظاهرې او د دغه هیواد د بیرغ له کښته کولو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ ویلي، چې په دې برید کې د لاس لرونکو پاکستاني اتباعو شناختي کارډونه او پاسپورټونه به لغوه کوي.

عطا تارړ وویل چې ښايي د عمران خان ګوند د دغه هېواد پر کونسلګرۍ برید ته د خلکو په هڅولو کې لاس ولري.

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو تور لګولی و چې د افغانستان یو شمېر اتباعو په فرانکفورت کې د دوی پر قونسلګرۍ برید کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د پاکستاني وزیر دغه سپکاوي ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. طالبان به څه غبرګون وښیی؟ د طالب مشرانو اکثرو کورونه تر اوسه اسلام آباد کی پلار یی غبرګون نشی ښودلی ښځی به یی ورته سمې کړی ـ

  2. د تا په احسان ډګه وم سره له ټوله کافرستانه تور دجال پنجابي سره. ستا د احسان پوروړي به یوازي ناموس پلورونکي اشرار و طالبان د مدرسو کونیان وي. تف لعنت په هغه چا سي ته سوډر ورباندي خپل احسان باروې. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...