یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد نورستان په یوه ځنګل کې له څو ورځو راهیسې اور لګیدلی

د نورستان په یوه ځنګل کې له څو ورځو راهیسې اور لګیدلی

تاند: (سې شنبه، د وږي ۷ مه )  راپورونه وایي، چې له څو ورځو راهیسې د نورستان د برګمټال په نیکموک ځنګل کې اور لګیدلی، خو چارواکي او ځایي خلک یې په کنټرول او مړ کولو نه دي توانیدلي.

 یو شمېر ځايي خلکو د دغه اور د مهارولو لپاره د عاجلې مرستې غوښتنه کړې ده.

ویل کیږي، چې د سیمې د لرې والي او غره ییزو لارو له امله د مرستې رسولو هڅې خنډونو سره مخ دي.

معلومه نه ده، چې اور ولې رامنځته شوی.

د طالبانو ځایي او نورو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې هم د افغانستان په یو شمېر ځنګلونو کې د ورته اور لګیدو خبرونه ورکړل شوي.

د طالبانو ځینې منتقدان باور لري، چې ځایي چارواکي د ورته پېښو تر شا لاس لري او د چارتراشو د مافیا په همکارۍ د اور لګیدو په پلمه د چارتراشو قاچاق او وهلو ته زمینه برابروي.

طالب چارواکي بیا داسې ادعاوې ردوي او د ځنګلونو پر ساتلو ټینګار لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب